اسلام آب??د 14 جولائي (اے پی پی) په پاكستان كښې د آسټراليا هائي كمشنرې مارګرېټ اېډمسن په خېبر پښتونخوا او بلوچستان كښې په انتخابي كانديدانو د بزدلانه بريدونو سخته غندنه كړې۔ په اسلام آباد كښې د آسټراليا د هائي كميسون لخوا جاري شوې خبرپاڼه كښې وئيلي شوي دي چې د آسټراليا هائي كمشنرې مارګرېټ اېډمسن په خپل پېغام كښې ټولو غم ځپليو كورنيو سره غمرازي كړې او وئيلي ئې دي چ?? آسټراليا د ترهګرې په مقابله كو??و كښې پاكستان سره د يووالي څرګندونه كو??۔ هائي كمشنرې وئيلي دي چې هغه په مستونګ او خېبر پښتونخوا كښې په انتخابي لاريونونو د بريدونو سخته غندنه كو?? او په دې بريدونو كښې په ځاني زيان ډېره خفه شوې۔