اسلام آباد ۔ 9 جون (اے پی پ??) د خزانې پخواني وزير ډاكټر مفتاح اسماعيل وئيلي دي د فنانشل اېكشن ټاسك فورس ګرے لسټ څخه بهر كېدو له به پ??كس??ان د خ??ل يو نوې اېكش پلان راپور وړاندې كوي۔ د خالي په ورځ يو نجي ټي وي سره خبرو كښې ده ووئيل فروری 2018ء كښې د اېف اے ټي اېف په يوه غونډه كښې پ??كس??ان په دې لسټ كښې شامل كړې شو او بيا مونږ ددې مؤثر ځواب وكړو۔ ده ووئيل د پ??كس??ان مسلم ليګ نون حكومت د خپلې آئيني مودې په مهال د قامي معيشت استحكام لپاره فعاله پالېسۍ وضعه كړې او كوټلي ګامونه ئې پورته كړل۔ ده وئيل د پ??كس??ان مسلم ليګ (ن) حکومت لخوا د پورته كړې شويو ګامونو په سبب ټېكس نېټ كښې اضافه وشوه او اوس ټېكس وركوؤنكي كومې ستونزې سره نه مخ كېږي۔ په دې مهال ده ووئيل اولس به پ??كس??ان مسلم ليګ (ن) ته ووټ د قامي معيشت په غوره جوړولو ٬ د توان او سړكونو يو شمېر منصوبو په پېل كولو او هېواد كښې د برېشنا لوډشېډنګ او دترهګرۍ مسئلو په حل كولو وركوي۔