فېصل آباد۔11 مئی(اے پی پی ) ?? روژې مبارکې1439ھ مياشت ليدلو لباره ?? رويت هلال كمېټۍ غونډه د مئي په 16 مه نېټه د ش??رؤ په ورځ په 29 شعبان المعظم ماښام رابللې شوې۔ د مذهبي چارو وزارت ذريعو وئيلي دې د مركزي رويت هلال كمېتۍ غونډه به د مركزي چيئرمېن مفتي منيب الرحمن په مشرۍ كښې كراچۍ كښې كېږي۔ د زونل رویت هلال کمیټیو غونډې به په ټاكلو ځايونو كښې د ماښام لمونځ څخه وروستو كېږي۔ د هېواد د فلكياتو او علم الاعداد پوهه قمر شناس پروفیسر محمد حمزہ چې د پوسټ ګرېجوېټ كالج جھنګ پرنسپل هم دے پېشګوئي كړې چې د رمضان المبارك مياشت به د ش??رؤ په ورځ د مئي په 16 مه نېټه ماښام ښكاري۔ او اولنۍ روژه به د زيارت په ورځ د مئي په 17 مه نېټه وي۔ ده ووئيل نوې مياشت به په 15 مئي د نهې په ورځ راپېدا كېږي ولې نمر څخه د وړاندې پرېوتو په سوب ب?? دا په دغه ورځ نه ليدلې كېږي۔ او هم دغسې سعودي او عرب امارات كښې به هم دا د نمر څخه وړاندې يا د نمر سره سمه پرېوزي نو ځكه دغلته هم د نهې په ورځ د ښكارېدو امكان كم دے ۔ ده ووئيل اولنۍ روژه به د مئي په 17 مه نېټه د زيارت په ورځ وي۔ ده ووئيل دا ځل به ?? روژې مياشت د 30 ورځو وي په دې كښې به 5 جمعې وي۔ ده ووئيل د ش??ال مياشت به په 15 جون 30م رمضان المبارك د جمعې په ماښام تر نظ??ه كېږي او په 16 جون د خالي په ورځ به وړوكې اختر وي