??سل??م آباد 01 اپرېل (اے پي پي) سوات سره ?? تعلق لرونكې نوبل جائزه ګټونكې زدكوونكې ملاله يوسفزئي وئيلي دي چې بايد په راتلونكو ټولټاكنو كښ?? سياسي ګوندونه په خپل منشور او اېجنډا كښ?? روغتيا او تعليم ته پام وكړي٬ د جمهوريت تسلسل خوشبينه دے او هيله ده چې دا لړې به روانه وي٬ د اولس او امنيتي ځواكونو د قربانيو په نتيجه كښ?? امن راغلې٬ وطن ته راستنېدو سره ?? پاكستان ښه او مثبت تش??ص په ډاګه شوے٬ ملګرتيا كوونكو ته به ووايم چې هغوي دې د نفرت او تشدد نه نفرت وكړي او خپل پېغام دې په مثبت ډول مخ په وړاندې بوځي۔ ماشومانو او په خاص توګه د جينكو تعليم او د روغتيا ودې لپاره كار جاري ساتل غواړم۔ د اتوار په ورځ اېسوسي اېېټډ پرېس آف پاكستان﴿اے پي پي﴾ سره په ځانګړې مركه كښ?? ملاله ووئيل چې پنځه كاله وړاندې كله چې هغه علاج لپاره وړل كېده نو هغه په كومه كښ?? وه٬ د انګلستان په يو روغتون كښ?? مې سترګې وغړولې٬ پنځه كاله پس كله چې خپل وطن ته راغلم نو داسې ښكاري لكه چې خوب وينم۔ ملاله يوسفزئي ووئيل چې په هېواد كښ?? د امن په راوستلو كښ?? د امنيتي ځواكونو٬ حك??مت او اولس يو كردار دے۔ هغې ووئيل چې وطن ته راتګ ئې د پاكستان بريا ده٬ د پاكستان اولس او امنيتي ځواكونو ډېرې قربانې وركړې دي٬ د لكونو په شمېر خلق بې كوره ??ول٬ خلق د خپلو خپلوانو نه جدا شول۔ زما وطن ته راستنېدو سره ??ره نړۍ ته پېغام تللې چې د هېواد حالات ښه كېږي او زه د ټولې نړۍ خلقو ته وايم چې هغوي دې سوات او كشمير ته راشي۔ سياست ته د راتګ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښ?? ملاله ووئيل چې كله څوك ماشوم وي نو هغه هر څه جوړېدل غواړي٬ خو چې عمر تېرېږي نو په نظر كښ?? بدلون راځي٬ لومړې مې غوښتل چې وزيراعظمه جوړه شم چې دغسې د ماشومانو او په خاص توګه د جينكو تعليم لپاره كار وكړې شم خو دا دومره ??سان كار نه دے٬ بلكې مشكل دے٬ زه خپل پام تعليم او روغتيا ته ګرځول غواړم۔ په سوشل مېډيا د هغې په ضد د منفي تبصرو په اړه هغې ووئيل چې تل مې د تشدد او نفرت مخالفت كړے٬ په منففي تبصرو زياته توجه نه وركوم٬ د مثبتې خبرې ملاتړ كوم۔