اسلام آباد 19 اګست(اے پی پی)په امريكا كښې د پاكستان سفير اسد مجيد خان وئېلي دي چې په افغانستان د طالبانو كنټرول واشنګټن او اس??ام آباد لپاره د شكوك او شبهاتو په ځاې په ګډه د كار كولو موقع وركړې۔د امريك?? مشهورې مجلې فارن پالېسي سره په مركه ك??ې پاكستاني سفير ووئيل چې هغه په دې خبره باور لري چې اوس د ترهه ګرۍ مخ نيوي لپاره د پاكستان امريكې٬چين او روس ترمينځه په خيالاتو كښې مماثلت دے۔پاكستاني سفير ووئيل چې زه ګڼم چې ښه خبره دا ده چې د افغانستان په اړه د امريكې او پاكستان ترمينځه په مكمل توګه اتفاق دے۔د امريكې خ??رج?? سېكرټري انتوني بلنكن او د خ??رج?? وزير شاه محمود قرېشي ترمينځه په دې لړ كښې تفصيلي خبرې شوې دي۔ده ووئيل چې امريكا غواړي چې ټولې ډلې تفاهم پېدا كړي٬مونږ هم داغواړو امريكا غواړي چې تشدد كم وي مونږ هم دا غواړو امريكائي غواړي چې د تېر وخت د هڅو حفاظت وشي مونږ هم دا غواړو۔ده ووئيل چې د ترهه ګرۍ په اړه د چين او روسيې پشمول مونږ ټول پرېشانه يو