اسلام آ??اد۔4 اګست(اے پی پی) وزيراعظم ??مران خان سپارښتنه كړې چې ګرين لائن منصوبه دې په خپل ټاكلي وخت كښې بشپړه كړې شي او د سندھ پېكج ترسېوري لاندې په روانو منصوبو دې كار لا تند كړے شي۔ د وزيراعظم ميډيا آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ??مران خان سره سندھ څخه د قامي ??و صوبائي اسمبلۍ غړو ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي ٬ د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر٬ د قامي اسمبلۍ غړے غوث بخش مهر ٬ د صوبائي اسمبلۍ غړي علي ګوهر مهر ??و صفدر عباسي موجود وؤ۔ په دې موقع ملاقات كښې د سندھ په مجموعي او ??ه خاص توګه د امن او ??ورونا په صورتحال او اولس ته په پېښو مسئلو خبرې وكړې شوې۔ دې سره سره د وفاق لخوا په روانو پرمختيائي منصوبو او ??ه خاص توګه سندھ صوبې له د ټرانسپورټ اولنۍ لوئې منصوبې ګرين لائن په پېشرفت هم خبرې وشوې۔ وزيراعظم ?? ګرين لائن په خپل ټاكلي وخت كښې بشپړولو او د سندھ پېكج ترسېوري لاندې په روانو منصوبو د كار تندولو سپارښتنه وكړه