اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې اوسنې حكومت د اوږدې مودې منصوبې له مخې راتلونكې ??سل د موسمياتي بدلون او په نړيواله تودوخه كښې د اضافې د منفي اغيز نه محفوظ ساتلو لپاره ماحول دوست روډ مېپ وضع كوي،په دې لړ كښې د ماحول دوست الېكټرك موټر سائيكل (اي بائيك) منصوبه خوشبينه ده۔ وزيراعظم د دې خيالاتو څرګندونه د زيارت په ورځ په پاكستان كښې د وړٶمبي ماحول دوست اليکټرك موټرسائيکل پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل د كلين اېنډ ګرين پاكستان كمپائن په لړ كښې د حكومت د الېكټرك ??هي??لز پاليسۍ اهمه برخه ده، مونږ به هېواد ته يو نوې سمت وركوٶ او د راتلونكي نسلونو په اړه به سوچ كوٶ، د ماحولياتو د څانګې بهترۍ او د ګلوبل وارمنګ پحقله د پاكستان اقدامات په وړومبي ځل نړيواله ورورولي تسليموي، لوي څښتن پاكستان ته بلها وسائل وربخښلې دي او اوسنې حكومت د دې وسائلو بهت?? استعمال لپاره منصوبه بندي كوي