لاهور۔2جولائی (اے پی پی) د وزیراعظم د مذهبي همغږۍ ځانګړي مرستيال علامه طاهر اشرفي وئيلي دي د پاکستان آئين ټولو وګړو ته يو برابر ??حف?? ورکوي٬ د پاکستان خاوره به د هیچا په ضد ونه کارولې شي۔ په افغانستان کښې سوله غواړؤ ،ګرد هېواد كښې د ټولو مقدسو ځايونو او مقدسو هستيانو درناوے او ا??ترام لپاره په ملي کچه کمپاینونه پیل كوؤ۔ د فحاشۍ په اړه د وزيراعظم بيان ته غلط رنګ وركړے شوے۔ ملګرو ملتونو ا??لامو فوبيا نړيوال امن لپاره خطر ګرځولې۔ مونږ د ملګرو ملتونو د دغه اعلان هركلے كوؤ۔ هغه د دې خيالاتو څرګندونه د جمعې په ورځ د مذهبونو ترمينځه روادارۍ او زغم ته وده وركولو او د مذهب?? ځايونو درناوي او ا??ترام په اړه د اولسي شعور بېدارولو كمپائن په لړ كښې يو خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ هغه ووئيل پاكستان دا مهال يو والي ٬ ورورولۍ او روادارۍ ته اړتيا لري۔ د جومات ٬ ګرجې ٬ مندر او ګردوارې درناوي له به غږ پورته كول وي۔ په مذهبي بنياد فساد هغه وخت پېل شي كله چې د نورو د مقدسو ځايونو او مقدسو هستيانو سپكاوې كېږي۔ هغه ووئيل ګرد هېواد كښې د ټولو مذهبونو مقدسات احترام له كمپائن پېل كوو۔ طاهر اشرفي ووئيل ملګرو ملتونو ا??لامو فوبيا ترهګري ګرځولې او مونږ د ملګرو ملتونو ددې ګام ستائنه كوؤ۔ د مذهب يا د رسالت سپكاوي قانون په ناوړه توګه كارول به بندول وي۔ د خوشاب پېښه كښې چې كوم وګړې د ناموس رسالت په معامله قتل كړے شوے هغه ته عدالت سزا وركړې ۔ هغه ووئيل ګرده نړۍ د پاكستان اولس په مذهبي بنيادونو تقسيمول غواړي۔ خو د پاك پروردګار شكر دے هېواد كښې ټولو مسلكونو سره په صلاح مذهبي چارې او عبادات ترسره كوؤ او كوم هم مسلكي او مذهبي اختلاف نشته۔ هغه ووئيل په محرم الحرام كښې امن له د خپل مسلك نه پرېښودلو او د بل مسلك نه چېړلو په پالېسۍ عمل كولو سره امن باوري كوؤ۔ هغه ووئيل دښمنان مونږ خپلو كښې وېشل غواړي۔ هغه زياته كړه چې راروانې دوه در?? مياشتې دېرې مهمې دي