اسلام آباد 02 جون (اے پي پي) د مسلم ليګ (ن) سينېټر مشاهد حسېن سيد دفاع لپاره د قائمه کمېټۍ چيئرمېن ټاكلے شوے۔د شورو په ورځ د کمېټۍ غونډه پارليمنټ هاؤس كښې وشوه۔د سېنېټ سيکرټري قاسم صمد خ??ن د چيئرمېن د ټاكني عمل نګراني وكړه۔په غونډه كښې د کمېټۍ غړو نه علاوه د سېنېټ سيکرټريټ عملې ګډون وكړو۔ س??نېټر هدايت اللہ د کمېټۍ چيئرمېن لپاره د سينېټر مشاهد حسين سيد نامه تجويز کړه د كومو چې نورو غړو تائيد وكړو۔دغسې سينېټر مشاهد حسېن سيد په اتفاق سره د کمېټۍ چيئرمېن ټاكلے شوے۔ س??نېټر مشاهد حسېن سيد د سېنېټ چيئرمېن ، سېنېټ كښې د پاکستان مسلم ليګ (ن) پارليماني ليډر سينېټر اعظم تارړ،د حكومتي ډلي مشر او د مخالفي ډلي مشر په باور كولو مننه وكړه۔ده ووئيل د دفاع لپاره د سېنېټ کمېټي به د دفاع ٬ قومي سلامتيا لپاره كار كوي ځكه چې د دفاع او قومي سلامتيا چاري بايد په قومي كچه وساتلې شي۔ ده ووئيل کمېټي به نه يواځي د پاکستان د ګټې ت??فظ او ودي لپاره كار كوي بلكه مقبوضه کشمير، مقبوضه فلسطين او د روهنګيا مظلومو وګړو حقونو ت??فظ به هم كوي۔ غړو مشاهد حسېن سيد له د کمېټۍ په چيئرمېن ټاكلے كيدو مباركي و??كړ?? او هغه له ئې باور و??كړ?? چې د کمېټۍ کارروائي په لړ كښې به هر ممكن مرسته كوي