اسلام آباد 08 مئي (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د پاكست??ن تحريك انصاف حكومت د رائې د اظهار د آزادې ??ه بنيادي ، جمهوري او آئيني حق كامل باور لر??، د مېډيا پرمختګ او د خبريالانو خېر ښېګړه زمونږ وړومبې ترجيح ده، بايد د رياست مفاد مونږ ټولو لپاره تر ټولو وړاندې او وړومبې ترجيخ و??، د جرنلسټس پروټېكشن بل ??نظ??ري د خبريالانو سلامتيا، د دوي د حقونو تحفظ او خېر ښېګړې لپاره يو لوي پرمختګ دے. ده دا خبرې د خالي په ورځ د كراچې، لاهور او د اسلام آباد د نېشنل پرېس كلب مشرانو سره ورچوئل غونډې ته په خپله وېنا كښې وكړې. په غونډه كښې د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب، د اسلام آباد د نېشنل پرېس كلب صدر شكيل انجم، سېكرټري انور رضا، د لاهور او كراچې د پرېس كلبونو مشرانو ارشد انصاري او فاضل جميلي، پرېس انفارمېشن آفيسر، سهېل علي خان، د كراچې، لاهور د پي آئي ډي د ريجنل دفترو اړوند ډائرېكټر جنرلز ګډون وكړو. په غونډه كښې خبريالانو لپاره د وزيراعظم د نوي پاكستان هاٶسنګ پروژې لپاره په طريقه كار، جرنلسټس پروټېكشن بل او د پرېس كلبونو په مسئلو خبرې وشوې. غونډې ته په خپله وېنا كښې د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل چې د پاكست??ن تحريك انصاف حكومت د رائې د اظهار د آزادې ??ه بنيادي ، جمهوري او آئيني حق كامل باور لر??، د مېډيا پرمختګ او د خبريالانو خېر ښېګړه زمونږ وړومبې ترجيح ده، بايد د رياست مفاد مونږ ټولو لپاره تر ټولو وړاندې او وړومبې ترجيخ و??، د جرنلسټس پروټېكشن بل ??نظ??ري د خبريالانو سلامتيا، د دوي د حقونو تحفظ او خېر ښېګړې لپاره يو لوي پرمختګ دے. د دې بل له مخې د خبريالانو څخه د دوي د خبر ذريعو په اړه پوښتنه نه شي كېدې. د خبريالانو تحفظ د دوي په اړوند ادارو لازمي ګرځول شوے. وفاقي وزير ووئيل چې د مېډيا واجبات ادا كولو لپاره اقدامات شوي دي. په 15 ورځو كښې د 34 كروړه روپو ادائيګي شوې. د 15 كروړه روپو نور چېكونه به د اختر پس وركولې شي. ده ووئيل چې هغه او وزير مملكت فرخ حبيب به پرېس كلبونو او د خبريالانو نمائنده تنظيمونو سره پرله پسې په رابطه كښې اوسي. ده ووئيل چې خبريالانو لپاره د كورونو اسانيې راوړل غواړو، پرېس كلبونه دې ??ه دې ??ړ كښې طريقه كار او معيار مرتب كړي. ده ووئيل چې خبريالان كامياب ځوان پروګرام سره په يو ځائ كولو هم غور كېږي چې دغسې دوي اسان قرض ترلاسه كړے شي. په دې ??وقع په خپلو خبرو كښې د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل چې د پاكست??ن تحريك انصاف حكومت د خبريالانو خېر ښېګړې او د دوي ستونزې حل كولو لپاره پوخ عزم لري. ده ووئيل چې هغه به د اختر نه پس د پرېس كلبونو دورې پېل كوي. په غونډه كښې د لاهور، كراچې او د اسلام آباد د نېشنل پرېس كلب مشرانو د جرنلسټس پروټېكشن بل ??نظ??رې لپاره د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ذاتي هڅې وستائيلې. د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير د كورونا وبا ځپليو او د حق رسېدليو كورنيو سره په سمدستي توګه مرسته باوري كولو لپاره اړوند چارواكو ته هدايات وكړل.