??سل??م آباد 06 مئي (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې اړونډ ډلې دې د وړوكي اختر نه پس وفاقي كابينې او د قومي اسمبلۍ غړو ته وړاندې كولو لپاره د الېكټرانك ووټنګ مشين پروټو ټائپ تيار كړي، سمندر پورې پاك??تا??يانو لپاره د انټرنېټ د لارې د ووټ اندراج او كاسټ كولو لپاره د ??ئي ووټنګ عمل ګړندے كولو ضرورت دے. ده دا خبرې د زيارت په ورځ د ??ئي ووټنګ په اړه د ذيلي كمېټې د غونډې مشري كولو په مهال وكړې. په غونډه كښې د انفارمېشن ټېكنالوجې وفاقي وزير سيد امين الحق، د رېلوے وفاقي وزير اعظم خان سواتي، د سائنس او ټېكنالوجې وفاقي وزير سېنېټر شب??ي فراز، د انفارمېشن ټېكنالوجي او ټېلي كميونيكېشن وزارت سېكرټري شعېب احمد صديقي، د نادرا لنډ مهاله چيئرمېن برېګېډيئر ﴿ر﴾ خالد لطيف، د ټاكنو كميشن د ??ئي ټي څانګې ډائرېكټر جنرل خضر عزيز او نورو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو. د سائنس او ټېكنالوجې وفاقي وزير سېنېټر شب??ي فراز غونډه د الېكټرانك ووټنګ مشين د پروټو ټائپ د تيارې پرمختګ نه خبره كړه. صدر مملكت ووئيل چې د ??ئي ووټنګ او د الېكټرانك ووټنګ مشين په نتيجه كښې به د نتيجو په جاري كولو كښې تندي او سپېځلتيا راشي. د پارلمان غړي او د سياسي ګوندونو غړي به په راتلونكو ټولټاكنو كښې د اي وي اېم ملاتړ لپاره شاملوو. ده بهر مېشته پاك??تا??يانو لپاره ايم وي اېم، د بائيو مېټرك تصديق مشينونو او ??ئي ووټنګ سسټم زر جوړولو لپاره چيف الېكشن كمشنر او د اي سي پي غړو سره د مشورې كولو د خواهش څرګندونه هم وكړه. په دې موقع د نادرا لنډ مهاله چيئرمېن ګډون كوونكو ته باور وركړو چې نادرا به ??ئي ووټنګ لپاره هر ډول ممكنه مرسته كوي.