اسلام آباد 30 اپرېل (اے پي پ??) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د برتانيې هائي كمشنر كرسچن ټرنر سره ښه ملاقات شوے، په دې وئيلو خوشحالي محسوسوم چې د برتانيې د كركټ لوبډله به 16 كاله پس د اكتوبر په مياشت كښې د پاكستان دوره كوي. د جمعې په ورځ په ټويټر په خپل ټويټ كښې وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل په راتلونكې كال كښې به د كركټ ډېر سېريز كېږي. ده ووئيل د سري لنكا په لوبډله د بريد نه پس مونږ ډېر اوږد سفر كړے دے