اسلام آباد۔17اپرېل(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د حضرت محمد (ص) په شان ??ښې ګستاخي كوؤنكي اروپائي وګړي دې مسلمانانو نه معافي وغواړي۔ د نبي پاك علېه السلام په شان ??ښې د ګستاخي كوؤنكو په ضد دې هغه معيار خپل كړے شي كوم چې د هولوكاسټ په ضد په تبصره كولو خپلولے شي۔ د خالي په ورځ خپل ټويټ ??ښې هغه ووئيل زه دا خبره ټولو ته په ډاګه كول غواړم چې زمونږ حكومت د تحريك لبېك پاكستان په ضد د ترهګرۍ قانون له مخې هله كاروائي وكړه كله چې هغوي د رياست عملداري چېلنج كړ?? او فساد كولو سره ئې پ?? اولس او قانون نافذ كوؤنكو ادارو برېدونه وكړل۔ هغه ووئيل څوك هم د قانون نه پورته كېدے نه شي۔ وزیراعظم ووئيل د ښي اړخ انتها خوښي سياستمدارو په شمول د لوئيديز هغه طبقه كومه چې آزادۍ سره د رائې څرګندونې په بانه په قصد سره دا ډول فسادونو ته هوا وركوي٬ هغوي د اخلاقي احساس او حوصلې نه محروم دي چې په دې آزار د 1.3 اربه مسلمانانو نه معافي وغواړي۔ هغه ووئيل مونږ د انتها خوښو نه دا كلكه غوښتنه كوؤ چې هغوي دې معافي وغواړي۔ هغه ووئيل د لوئيديزو حكومتونو نه هم زه دا غوښتنه كوم چې هغوي دې د رسول پاك (ص) په شان مبارك ??ښې د ګستاخۍ كولو د لارې په قصد سره د مسلمانانو په ضد كركې ته وده وركولو ??ښې د ككړو عناصرو مخنيوي له هغه معيار نظر ??ښې ونيسي كوم چې هغه د هولوكاسټ په ضد د هر ډول منفي خبرو غېر قانوني ګرځولو له جوړ كړے دے۔