اسلام آباد 12 اپريل (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي په بهرنيو هېوادونو كښې مېش??ه پاكستانيان خپل وطن سره بې مثاله مينه او تعلق لري، سره د كووېډ -19 وبا بهر مېش??ه پاكستانيانو ټول ريكارډونه مات كړي او پرله پسې تر 10 مياشتو ئې هر مياشت د 2 اربه ډالرو نه ز??ات ترسيلات زر رالېږلي دي. د ګل په ورځ په ټويټر په خپل يو ټويټ كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل د مارچ په مياشت كښې د بهر مېش??ه پاكستانيانو لخوا ترسيلات زر 2.77 اربه ډالرو ته رسېدلي كوم چې د تېر كال په مقابل كښې 43 فيصده ز??ات دي. په دې مالي كال كښې تر اوسه د بهرنيو هېوادونو څخه راغلي ترسيلات زر 26 فيصده ز??ات شوي او په دې مونږ د بهر مېش??ه پاكستانيانو مننه كوو