اسلام آباد۔19مارچ(اے پی پی)وزیراعظم عمران خان وئيلي دي په 30 كلونو كښې د هېواد پېسه غلا كړې شوې ۔ د سندھ حکومت بنډل آئی لېنډ جزیره كښې د سرمايه كارۍ اجازه نه وركوي۔ د كركيلې څانګې پرمختګ له به لويه منصوبه راوړو۔ د سختو حالاتو نه راوتلي يؤ۔ كله مو چې حكومت تر لاسه كړو نو هېواد معاشي ستونزو سره مخ ؤ۔ د ملګرو هېوادونو په مرسته هېواد د دېواليه كېدو نه بچ شو۔ په معاشي چېلنجونو مو قابو موندلے۔ د سېلګرۍ څانګه به وده وكړي او دې سره به اولس لپاره د روزګار موقعې ??ام??ې ته شي۔ ټېكنالوجي او تېكنيكي زده كړې ډېرې مهمې دي۔ داسې منصوبې پېل كوؤ چې ورسره به د هېواد پېسه زياته شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د جمعې په ورځ د يونېورسټي آف مالاكنډ نوي بلاك پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ هغه ووئيل د نړۍ ټول پوهنتونونه ما كتلي دي۔ نمل پوهنتون به د پا??ستان آكسفورډ پوهنتون جوړ شي۔ القادر پوهنتون به هم ستمبر كښې بشپړ شي۔ وزيراعظم ووئيل انسان اشرف المخلوقات دے۔ انسان له به ځان دنيا ته د راتللو مقصد ??ه خبرول وي۔ كه انسان يوازې ځانله ژوند كوي نو بيا خو د ده د ژوند هېڅ مقصد ??شته۔ پېسه خوشحالي نه وركوي۔ خوشحالي هغه وخت انسان ته ترلاسه كيږي كله چې هغه په سمه لاره روان وي۔ وزیراعظم ووئيل ??ېکنالوجی او تکنیکی زده كړې ډېرې مهمې دي۔ تېكنكي زده كړې ترلاسه كولو سره ځوانانو له د روزګار موقعې وركړے كېدے شي۔ هغه ووئيل د پوهنتون په ټولنه ډېر اغېز وي۔ لوستې ټولنه اولس مخ په وړاندې بيايي۔ د سېلګرۍ څانګې اهميت په اړه وزيراعظم ووئيل ??وازې د سېلګرۍ د لارې پا??ستان زيات پرمختګ كولے شي۔ د سېلګرۍ څانګه كه پرمختګ وكړي نو اولس لپاره به د روزګار موقعې زياتې شي۔ ملایشیا 20 اربه ډالره او ترکیه 40 اربه ډالره د سېلګرۍ د لارې ترلاسه كوي۔ وزیراعظم ووئيل ??ونږ له به ټېکنالوجۍ او تكنيكي زده كړو ته وده وركول وي۔ په تېرو وختونو كښې دې پلو پا?? لرنه نه ده شوې۔ هغه ووئيل ??اكستان كښې د هېڅ څيز كمے نشته۔ مونږ له به خپل سوچ بدلول وي۔ هغه ووئيل ??ر كال د 3اربه ډالرو د خوراك تېل درآمد كولې شي۔ د زیتون بوټو نالولو سره به د خوراكي تېلو پېداوار زيات شي۔ وزيراعظم ووئيل د تعميرات څانګې ته په زړه پورې آسانۍ وركوو چې ورسره به د روزګار نوې موقعې ??ام??ې ته شي