پېنډۍ ۔14فروری(اے پی پی) داخله وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي كوم خلك چې پوځ ته سپورې ستغې وائي د هغوي خلې بايد بندې كړې شي۔ د عمران خان په مشرۍ كښې معيشت مخ په وړاندے روان دے۔ په اسلام آباد كښې مو 30 ناكې ختمې كړې دي۔ ??ه راتلونكو ورځو كښې به اسلام آباد كښې ماډرن پوليس رامخې ته شي۔ ??ي ډي اېم كه د قانون په دائره كښې مارچ كوي نو كوم خنډ به ئې لاره كښې ودرولې نه شي۔ د پاكستان په ډول آزاده ميډيا په امريكا او برطانيه كښې هم نشته۔ تېره ورځ اسلام آباد كښې يوې دستورې ته خپل خطاب كښې وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ووئيل په بلوچستان كښې څلور كسان شهيدان كړې شوي دي۔ ??غوي ځان بلوچستان لپاره نه بلكې پاكستان لپاره قربان كوي۔ ??وم كسان چې پاك پوځ ته كنځلې كوي د هغوي خلې بايد بندې كړې شي۔ دا د پاك پوځ د قربانيو نتيجه ده چې نن داخله وزير د جېمر لرونكي ګاډي نه غېر تاسو ته خطاب كوي۔ ??ر دوه څلورو ورځو كښې د پوځي ځوانانو د شهيد كېدو خبر رامخې ته كېږي۔ دا هېواد د دننه نه د تباه كولو هندوستاني سازش دے ولې چې هند په پوله ك??مه حركت كولې نه شي۔ ??ند ته معل??مه ده چې كه پاكستانۍ پولې ته نزدې شؤ نو 20 كروړه پاكستانې اولس به پوځ سره د خپلو ځانونو قرباني وركول خپل درناوې ګڼي۔ ??غه ووئيل كوم مسلم ليګې د پاك پوځ په ضد خبره كولې نه شي۔ ??غه مسلم ليګې نه دے څوك چې د پوځ په ضد خبره وكړي۔ ??غه ووئيل د كووډ 19 د لاسه هندوستان تباه شو۔ په امريكا كښې په يوه يوه ورځ كښې 4 ٬ 4 لكه كسان د كووډ وباﺀ سره مخ كېږي ولې پاكستان كښی په دې وباﺀ تر ډېره حده قابو موندلے شوے دے۔ دا هر څه اول د لوئے څښتن فضل او بيا د عمران خان او پاك پوځ د هڅو په نتيجه كښې ممكن شوي دي۔ ??غه ووئيل د مارچ په 3 مه نېټه د سېنېټ ټاكنې كېږي او دوئي هغه اسمبلۍ ته كنځلې كوي كومې لپاره چې ووټ غواړي۔ ??غه ووئيل د سېنېټ ټاكنې كه ښكاره وكړې شي يا پټې چې څوك خرڅيږي هغه هر حال كښې خرڅېږي۔ ??ه د چا ووټ كم شو نو كوم قيامت نه راځي۔ ??غه ووئيل اپوزيشن به استعفی نه وركوي او نه وركول غواړي۔ ??غه ووئيل پي ډي اېم دې په خپلو معاملو غور وكړي۔ دھرنا ګران كار دے۔ مونږ د 126 ورځو دھرنې تجربه لرؤ۔ زما په خبره آصف زرداری پوهه شوے دے او بلاول زما زړه ته نزدے دے او زما په خبره پوهېږي۔ اپوزیشن له به آخر د پيپلز پارټۍ خبره منل وي۔ ??غه ووئيل په پاكستاني سفارتخانو كښې چې د كومو كسانو درې كاله موده ترسره شوې او سمندر پورې پاكستانيان د هغوي نه خوشحاله نه دي او كرپشن كښې ككړ دي د هغوي د سمدستي رابللو اعلان كوم۔ غیر ملکی شهریت ل??ونكو له به هم د ملازمتونو نه لاس وينځل وي۔ ??غه ووئيل اوس مو تنخاګانو كښې 25 فیصده اضافه كړې۔ هغه ووئيل په اسلام آباد كښې 237 باغونه دي او ټول به ښكلې جوړولې شي۔ ??غه ووئيل زه چېلنج كوم چې په نړۍ كښې دومره زبردسته الېکټرانک ميډيا برطانيا او امريكا كښې هم نشته څومره چې پاكستان كښې ده۔