ملتان 02 جنوری (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې وزيراعظم د اولس او اېوان اعتماد لري او تحريك انصاف لوي مېنډېټ سره اقتدار ته راغلے، اپوزيشن ته به د اولس د مېنډېټ احترام كول وي، ټو?? قوم ته د پي ډي اېم حقيقت معلوم شوے. ده دا خبرې د خالي په ورځ په ملتان كښې په خپله سيمه كښې بېلا بېلو دستورو ته د وېنا كولو په مهال وكړې. خارجه وزير ??وئيل چې د پي ډي ا??م احتجاج مونږ لپاره كومه د پرېشانې خبره نه ??ه. ده ووئيل چې څوك چې په خپله محتجاج وي هغه به احتجاج څه وكړي. ده ووئيل چې پي ډي اېم د جنورې د 31مې نېټې انتظار ول?? كوي، مونږ به د دوي په وېنا يا د دوي په فشار استعفٰي ورنه كړو. مونږ د اولس مېنډېټ لرو، وزيراعظم عمران خان د ايوان اعتماد لري، هغه د اپوزيشن په وېنا ول?? استعفٰي وركړي؟ په حقيقت كښې د پي ډي اېم بيانيې د اولس دلچسپي د لاسه وركړې. پرون په لاهور كښې د پي ډي اېم د مشرانو پنځه نيم ساعته اوږده غونډه بې نتيجې پاې ته ورسېده. ده ووئيل چې د هند د هندوتوا په پالېسو عمل كوونكي مودي سركاري د ټو??ې اسيائي منطقې امن او استحكام سختو خطرو سره مخ كوي. ده ووئيل چې سي پېك د هېواد پرمختګ ضامن دے، حكومت د سي پېك دوهم پړاٶ زرترزره پاې ته د رسولو عزم لري. ده ووئيل چې په افغانستان كښې د افغانانو ترمېنځه مذاكرات او په ضوابطو او قواعدو اتفاق خوشبينه ??ے. مونږ ګڼو چې په افغانستان كښې امن وي نو په ټو??ه منطقه كښې به امن وي.خارجه وزير ??وئيل چې وزيراعظم عمران خان به د ملتان دوره كوي او هغه به د ملتان دورې په مهال د لوي پرمختيائي پېكج اعلان كوي.