اسلام آباد 08 دسمبر(اے پي پي) د وزيراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئيلي دي چې په سازشونو كښې بوخت كرپټ ټولګې د پاكستان د پرمختګ مخه نيول غواړي. د نهې په ورځ په خپلو ټويټونو كښې د وزيراعظم سلاكار ووئيل چې د اشعال ګرې په مرسته د قانون خلاف ورزي د آله په توګه كارول كېدو سره ناوړه سياست كولې شي، په څلورو واړو صوبو كښې د هزيمت نه پس د لاهور ??ون??ه به د پي ډي اېم د هېواد دښمن بيانيې د تابوت وروستې مېخ ثابت شي. ده ووئيل چې د ن ليګ كاركنان اوس په خپله وائي چې كه د مريم صفدر زوې او د نواز شريف دواړه ضامن په ??ون??ه كښې ودرېږي نو مونږ به هم ګ??ون وكړو، په خپله خو دوي د كورونا نه بچ كېدو لپاره ?? ټېسټ كولو نه بغېر چا سره نه ملاوېږي او د خلقو ژوند په خطر كښې اچوي.