اسلام آ??اد 09 اکتوبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د چائلډ لېبر او جبري مشقت مخ نيوي سره دغه مشاومان په قامي چوكاټ كښې شاملولو ??پاره خاص ټاسك فورس جوړ كړے او د دې فورس مشري به د قامي اسمبل?? غړې نفيسه عنايت الله خټك كوي۔ دا پرېكړه د جمعې په ورځ غونډه كښې شوې۔ په غونډه كښې اسلام آ??اد څخه د قامي اسمبل?? غړو ٬ سي ډي اے ٬ د اسلام آ??اد ضلعي انتظاميې، پاکستان بېت المال، پاکستان سويټ هومز چارواكو او د حبيب فاٶنډېشن نمائندګانو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې سټريټ چلډرن او بانډډ لېبر ته معياري تعليم٬ صحت ٬ وظيفائي تربيه او د مائيكرو فنانس سهولت وركول او دوي په قامي چوكاټ كښې د راوستلو ??ه تګلارو او ذريعو غور وشو٬ د بېلا ??ېلو ??ړاندېزونو او د تفصيلي غور و فكر نه پس دا پرېكړه وشوه چې خاص ټاسك فورس به په يوه مياشت كښې د دې مسئلې حل په اړه كښې مناسب طريقه كار مر??ې كوي۔ سپيكر اسد قېصر ووئيل تر ھغه وخته د سټريټ چلډرن او بانډډ لېبر حالت نه شي سمېدے تر څو چې د هېواد د موجوده قوانين او د بهتره نړيوالو طريقو په رڼا كښې د دې مسئلې سم شناخت او مطالعه ونه شي۔ په دې موقع سپيكر د غربت خاتمې او د سماجي تحفظ ډويژن، NAVTEC، CRC چارواكي او په سټريټ چلډرن اېنډ بانډډ ليبر كار كوٶنكو كسان او نتظيمونه د مقصد وړ رائے ترلاسه كولو ??اره په ټاسك فورس كښې د شريكولو امر هم وكړو۔