اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي پاکستان كښې هر كال 40 زره مېرمنې د برسټ كېنسر رنځ سره مخ كېږي٬ مېرمنې د بر??ټ سرطان په وخت تشخيص پخپله هم كولې شي٬ د برسټ كېنسر په وخت تشخيص سره 98 فيصده كاميابه درملنه ممكن ده، د برسټ كېنسر درملنه ګرانه ده٬ رنځ څخه تحفظ لپاره د وړاندې څخه احتياط كولو ته اړتيا ده، د پنك ربن مقصد د برسټ كېنسر پحقله شعور بېدارول دي٬ د غذائي قلت سره پاكستان كښې د سټنټنګ لويه مسئله رامخې ته شوې ، د مور د خوراك ضرورت كښې احتياط سره په كوچنيانو كښې د سټنټنګ امكانات كمېدې شي، تر دوو كالو كوچنيانو ته پيئ وركولو سره مېندې د بر??ټ سرطان نه بچ كېدې شي، وزيراعظم عمران خان د کرونا وباء څخه بچ كېدو ل??اره د سمارټ لاك ډاٶن په وخت او درست پرېكړه كړې٬ كرونا څخه بچ كېدو ل??اره لپاره لاس ونيځل٬ د ماسك استعمال او سماجي فاصله ضروري ده، دغسې احتياطي اقداماتو سره د بر??ټ سرطان نه هم بچ كېدې شي، د شوکت خانم روغتون جوړولو مقصد د كېنسر د بې وسه رنځورانو ويړيا درملنه كول وٶ، د قامونو په ارتقاء كښې د تعليم او صحت مهم كردار وي۔ اولس مشر دا خبرې د زيارت په ورځ د برسټ كېنسر په اړه شعور بېدارولو ل??اره په ايوان صدر كښې دستورې ته خپله وېنا كښې وكړې۔ صدر ډاکټر عارف علوي ووئيل وزيراعظم عمران خان خپله وېنا كښې د سټنټنګ ذکر كړې۔ ن??ۍ كښې تعليم او صح?? د ??نيادي اهميت وړ دي د هر قام په پرمختګ كښې د تعليم او صحت كردار بنيادي وي۔ده ووئېل وزيراعظم د خپل سياسي سفر نه وړاندې اولس د كېنسر څخه ساتلو ل??اره هڅې كړې او د شوكت خانم روغتون جوړولو مقصد هم د بې وسه طبقې د كېنسر ويړيا دورملنه كول وو۔ صدر ووئيل په سياست كښې وزيراعظم صحت او تعليم ته فوقيت وركړے ۔ ده ووئيل نن شوكت خانم په ن??ۍ كښې ځانګړې مثال لري۔ ده قام ته خواست وكړو چې كرونا ختمه نه ده٬ قام د دې وباء په نره مقابله كړې ٬ هسې نه چې زمونږ بې احتياطي مونږ بيا دې وباء سره مخ كړي ځكه چې د نړۍ په ځينې هېوادونو كښې وباء بيا خپرېږي۔ ده ووئيل كرونا څخه بچ كېدو ل??اره لپاره لاس ونيځل٬ د ماسك استعمال او سماجي فاصله ضروري ده ۔ ده ووئيل د مېندو لخوا پېۍ وركولو سره سټنټنګ كمېږي٬ مور حامله كېږي نه او د برسټ كېنسر څخه هم محفوظ هپاتې كېدې شي۔ ده ووئيل په قرآن مجيد كښې هم درې ځايه تر دوو كالو كوچنيانو ته د پيو وركولو امر شوے او نن سائنس هم د مور د پيو وركولو اهميت مني۔ ده ووئيل د برسټ كېنسر په اړه شعور بېدارولو ل?? هېڅ سركاري پېسه نه لګېدلې بلكې د اېن جي اوز٬ ادارو او د وسله والو ځواكونو پشمول د نورو شراكت دارو په مرسته كمپائن چلولے كېږي٬ په دې لړ كښې شعور بېدارول به عام كول وي۔ ده ووئيل د دې رنځ پحقله شرم نه دے پكار بلكې په دې حقله به خبره كول وي٬ د دې رنځ پحقله كورني او سماجي خنډان به ختمول وي۔ ده زياته كړه چې علماﺀ كرام د برسټ كېنسر پحقله شعور بېدارولو كښې مرسته كولې شي لكه څنګه چي دوي د كرونا په مهال مرسته كړې۔ صدر د هېپاټائټس رنځ په اړه ووئيل د دې رنځ په خپرېدو كښې د زيات انجيکشنز لاس دے۔ په پائې كښې صدر مملكت شتمندو ته خواست وكړٶ چې په دې لړ كښې خپل كردار ولوبوي او هر كس دې د برسټ كېنسر په اړه شعور بېدارولو كښې تر ممكنه حده برخه واخلي