اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر سره د افغانستان موده ترسره كوونكي سفير شاكرالله عاطف مشال د زيارت په ورځ ملاقات كړے. د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو، په منطقه كښې د امن او امان په صورتحال او د شريكې خوښې په نورو چارو خبرې وشوې. په دې موقع د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل د افغانستان او ??اك??تان ترمېنځه د اړيكو په وده كښې د افغان سفير كردار د ستائنې وړ دے. ده ووئيل ??اك??تان او افغانستان د مذهب، ورورولې، كلتور او د ګاونډيتوب قوي اړيكې لري، د پولې په دواړو خوا اولس يو بل سره د مينې او احترام رشته لري. ده ووئيل چ??اك??تان يو سوله ايز، مستحكم او خوشحال افغانستان ليدل غواړي او دا منطقې لپاره ضروري دے. اسد قېصر ووئيل ??اك??تان او افغانستان يو بل سره د مذهب، كلتور او تاريخ په ق??ي رشتو تړلي دي، د ??اك??تان او افغانستان ترمېنځه پارلماني مرسته او په تجارتي څانګو كښې مرسته به د پولې دواړو خواو ته د پرمختګ او خوشحالې په وده كښې مرسته كوونكې وګرځي. د قومي اسمبلۍ سپيكر په ??اك??تان كښې د پاتې كېدو په مهال د دواړو هېوادونو اړيكې مستحكمولو لپاره د ده د خدماتو ستائنه وكړه. افغان سفير د ??اك??تان او افغانستان د تجارت په لار كښې خنډونه لرې كولو لپاره د قومي اسمبلۍ سپيكر د كردار ستائنه وكړه او وې وئيل افغانستان ??اك??تان سره خپلو اړيكو ته ډېر د قدر په سترګه ګوري