اسلام آباد 16 ??ون (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزارت د كورو??ا علاج لپاره د پلازمه تهراپي كارلو په اړه شرائط او ضروري هدايات جاري كړي. د وزارت لخوا جاري هدايات له مخې د كورو??ا علاج لپاره په ټوله نړۍ كښې تحقيق روان دے خو لا تر اوسه كوم موثر دارو مخې ته نه دي راغلي د كومو د كاميابې شواهد چې هم موجود وي. د ??الاتو سنګينۍ تر مخه پوهانو د پلازمه تهراپي په ټ??سټ كولو ټينګار كړے كومه چې د څو كلونو نه د يو شمېر رنځورونو په علاج كښې كارولې كېږي. بايد دا ياد وساتل شي چې اېف ډي اے د كورونا په علاج كښې پلازمه تهراپي يوازې د يو تجرباتي علاج او د تحقيقاتي ادارو په توګه په فهرست كښې شامل كړې وه خو په ټوله نړۍ كښې د دې تجربې روانې دي او د نتيجو جاج اخستلے كېږي. د ??وغتيا وزارت په هدايات كښې وئيلي شوي تر اوسه د شوي تحقيق له مخې پلازمه تهراپي په دې وخت كښې د كورو??ا علاج نه شي ګڼلے كېدے. ټول اولس خبرولے شي چې په ټول هېواد كښې په يو ځاې كښې هم د حكومتي اجازې نه غېر پلازمه تهراپي نه شي كېدې ځكه چې دې مقصد لپاره د طب په اړوندو قواعدو و ضابطو عمل كول ډېرضروري دي. د ??وغتيا وزارت هدايت وكړو چې ټولې اړوندې ادارې دې دا خبره باوري كړي چې يوازې په منظور شيو روغتونونو كښې د پوهانو په نګرانې كښې په كوم هم رنځور د پلازمه تهراپي ټ??سټ كېدے شي او دې لپاره به اړونده ريسرچ رېګولېټري اتهارټي اجازه وركوي.