اسلام آباد ۔ 30 مئی (اے پی پی) د پاکستان علماء کونسل مشرانو د سوريه په قطبي لوئيديزه صوبه ادلب كښې د ترهګرو لخوا د حضرت عمر بن عبد ا??عزيز (رض) په قبر د بريد په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره وئيلي دي چې اسلامي نړۍ له به ددې تكفيري او ترهګرو ډلو په ضد يو موټې كېدو سره مخ په وړاندې تلل وي۔ وړاندې هم د مقدس شخصياتو په مزارونو بريدونه شوي دي او اسلامي نړۍ د مجرمانه غفلت څرګندونه كړې۔ دې سره د ترهګرو حوصلې مضبوطې شوې او دا ځل دوئي د حضرت عمبر بن عبد ا??عزيز او دده د كورودانې فاطمې او خادم د قبرونو سپكاوې و??ړو۔ ددوئي پاك وجودنه بهر كول او ددې سيزل د زعملو نه دي۔ د خالي په ورځ په خپل شريك بيان كښې د علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر اشرفي ، مولانا محمد خان لغاری، مولانا عبدلکریم ندیم، مولانا اسد زکریا قاسمی، علامه عبدالحق مجاهد، مولانا اسداللہ فاروق، مولانا اسید ا??رحمان سعید، مولانامحمد اسلم صدیقی، پیر زبیر عابد، مولانا محمد اشفاق پتافی او نورو ووئيل چې عمر بن عبد ا??عزيز د اسلامي نړۍ هغه عظيم او صالح حكمران وو چا چې د پاك پروردګار په زمكه د ا??صاف نظام قائم كړو۔ له دې كبله دې د خلفاﺀ راشدينو نه پس عادل حكمران ګرځولې شي۔ دداسې عظيم شخصيت د قبر او پاك وجود سپكاوي سره د ټولې نړۍ مسلمانانو جذباتو ت?? زيان رسولې شوې دې۔ دوئي ووئيل د ترهګرو نه د دې مقدسو هستو مزارونه هم محفوظ نه دي۔ ده ووئيل د 15 كلونو نه د تكفيري او متشدد ډلو لخوا د مزارونو او جوماتونو د سپكاوي پېښې روانې دي ولې دا پېښ?? زياته د ا??سوس وړ ځكه ده چې دې كښې د مقدس شخصياتو پاك وجودونه قبرونه نه بهر كړې شوي او دا سېزلې شوي دي۔ دوئيل ووئيل كه د حضرت خالد بن وليد ا?? حضرت زېنب مزارونو د سپكاوي په پېښه د غفلت څرګندونه شوې نه وه نو نن به دوئي دا جراﺀت نه كولو۔ ده ووئيل كه دا وارې هم غفلت ښكاره كړې شو نو تاريخ به مونږ چرې معاف نه كړي۔