پېښور ۔23مارچ (اے پی پی) پېښور كښې د كورونا وائرس وبا له امله د پاكستان ورځ سادګۍ سره ولمانځلې شوه۔ په صوبائي پلازمينه كښې د ورځې پېل د 21 توپو سلامۍ سره وشو۔ په دې مهال د تكبير او د پاكستان زنده باد نعرې پ??رته كړې شوې۔ په جوماتونو كښې د سحر لمونځ څخه وروستو د ګران هېواد سلامتيا ٬ پرمختګ او سوكالۍ په شمول كورونا وائرس څخه د خلاصي دع??ګا??ې وغوښتلې شوې۔ د پاكستان ورځې پ?? لړ كښې پ?? کرنل شېرخان شهید سټېډیم پېښور كښې د سحر لمونځ څخه وروستو يوه ساده دستوره وشوه۔ ددې ورځې مناسبت سره پرېډ ګراؤنډ او ګورنر هاؤس پېښور كښې د قامي اعزازاتو دستوره د كورونا وائرس دلاسه وړاندې منسوخ كړې شوې وه۔ دغسې پ?? سركاري او غېر سركاري كچه هم پېښور كښې كومه دستوره ونكړې شوه۔ بياهم د ورځې پ?? پېل جوماتونو ٬ ګرجا ګھرو ٬ مندرونو او ګوردوارو كښې د عبادت په مهال د هېواد سلامتيا ٬ پرمختګ ٬ سوكالۍ او په خاص توګه د كورونا وائرس وبا څخه د بچ كېدو دع??ګا??ې وغوښتلې شوې۔