اسلام آباد ۔ 6 مارچ (اے پی پی) د بېن الصوبائي رابطې وفاقي وزيرې ډاكټر فهميده مرزا وئيلي دي پاكستانۍ مېرمنې د نړۍ مېرمنو څخه وروستو نه دي۔ په ل??بو كښې د لاسه وتېلې مقام بيا ترلاسه كولو له به كوټلې هڅې كوي۔ ددې خيالاتو څرګندونه دې د پاكستان سپورتس كمپلېكس په حمېدي هال كښې روان خواتین سپورټس فیسټیول كښې د لوبغارو ترمينځه د انعامونو وېش دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ دې ووئيل مېرمنې لوبغاړې كه خپل صلاحيت وكاروي نو د نړۍ تر ټولو غوره ل??بغاړې جوړېدې شي۔ دې ووئيل انجونو بايد د هلكانو په ډول لوبو كښې برخه واخلي۔ دې ووئيل مېرمنې دې ځان كښې خود اعتمادي پېدا كړي دغسې چې ??ړو سره اوګه په اوګه روانې شي او دوئي ته هم د خپل حق له مخې خپل مقام ترلاسه شي۔ دې ووئيل حكومت لوبې د سائنس په بنياد مخ په وړاندې بوتلل غواړي۔ د مېرمنو نړيوالې ورځې په مهال د پاكستان سپورټس بورډ ترسېوري لاندې خواتین سپورټس فیسټیول به تر يوې اونۍ دوام لري۔ دې كښې به بېلې مقابلې كېږي كومو كښې چې ?? ټېنس، هاکۍ، تائیکوانډو، نېټ بال، بېس بال، ټېبل ټېنس، والی بال، جوډو، سوئمنګ، فټ بال او سوکر فټ سال مقابلې شامل دي۔ د دستورې په آخر كښې وفاقي وزيرې بېلو لوبو كښې د كاميابي ترلاسه كوؤنكو لوبغا??و ترمينځھڅ انعامونه ووېشل