لاهور 29 فروری (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي ??ې د مئي په 10مه نېټه به د پاكستان او چين ترمېنځه د اېم اېل ون پروژه لاسليك شي، په پنځو كلونو كښې به رېلوے ګټوره اداره جوړه كړو، د امريكې افغان امن تړون د وزيراعظم عمران خان لويه بريا ده، نواز شريف وطن ته نه راځي، آصف علي زرداري بهادر سړے دے، هغه په زندان كښې ??ات?? كېدے شي، د امريكائي اولس مشر ټرمپ لخوا په هند د پاكستان ستائنه لويه بريا ده، نړۍ دې په هند ??ښې د جوماتونو او مسلمانانو د شهادتونو نوټس واخلي. د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد دا خبرې د خالي په ورځ د رېلوے په هېډكوارټرز كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې. د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ووئيل ??ې د رېلوے په سكهر ډويژن كښې روهړي سره نزدې د پاكستان اېكسپرېس افسوسناكه پېښه د بس ډرائيور د غفلت په وجه رامېنځ ته شوې. د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ووئيل چې په دې پېښه ډېر خفه يو. ده دعا وك??ه چې لوي څښتن دې حق رسېدليو ته د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غم جنو كورنيو ته د زغم توفيق وركړي. ده ووئيل ??ې د سندھ وزيراعلٰی سيد مراد علي شاه دې په دې ان مېنډ لېول كراسنګ پهاټك لګولو لپاره فنډ وركړي ځكه ??ې دا د صوبائي حكومتونو ذمه واري ده.