اسلام آباد 14 جنوری (اے پی پی) د پاكستان او چین د سمندري ځواكونو ترمينځه 6م دوه اړخيزه مشق سی ګارډینز 2020 پائې ته رسيدلې دے ، د مشق اختتامی دستوره پاكستان نیوی ډاكیارډ كراچۍ كښې وشوه۔ د پاك بحریه وياند ل?? مخې د چین سمندري ځواكونو د جنوبی تھیټر كمانډ دوهم كمانډر وائس ایډمرل ډانګ ړن د دستورې مشر ميلمه ؤ۔ كمانډر پاكستان فلیټ وائس ایډمرل آصف ??الق هم پھ دې موقع موجود ؤ?? كمانډر پاكستان فلیټ سی ګارډینز2020 كښې په ګډون ?? چین بحریه افسرانو او ځوانانو مننه وكړه۔ وائس ایډمرل آصف ??الق په دې مهال ووئيل مشق سی ګارډینز د دواړو بحری عسكرو ترمينځه امنيتي مرستې او سيمه كښې د بحریه ماحول استحكام ته وده وركړې ۔ وائس ایډمرل ډانګ ړن د پاك بحریه پېشه وره صلاحیتونه او پوهه وستائله۔خاص ميلمه وائس ایډمرل ډانګ ړن دې نه پس مشق سی ګارډینز 2020 د باقاعدہ اختتام اعلان وكړو۔ مشق سی ګارډینز 2020 كښې د دواړه هېوادونو اسپیشل آپریشن فورسز، جنګی بحری بيړيو او فضائی اثاثو برخه اخسته