پېښور 28 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم ع??را?? خان وئيلي دي چې د قبائيلي سيمو د انضمام مقصد د هغه ځائ اولس ته د هېواد د نورو سيمو په شان اسانيې وركول دي، په قبائيلي سيمو ك??ې دې د كاروبار موقعې زياتولو ته پام وكړے شي، دې سره به د روزګار موقعې پېدا شي او سماجي او معاشي پرمختګ به وشي. ده دا خبرې د خالي په ورځ د پېښور دورې په موقع د خېب?? پښتونخوا د صوبائي كابينې غړو سره په خپلو خبرو كښې وكړې كومو چې وزيراعظم سره ملاقات وكړو. د ملاقات په مهال د خېب?? پښتونخوا ګورنر شاه فرمان، وزيراعلٰی محمود خان، چيف سېكتر، د پوليسو آئي جي او نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو. وزيراعظم ع??را?? خان په خپلو خبرو كښې ووئيل چې د قبائيلي سيمو د انضمام مقصد د هغه ځائ اولس ته د هېواد د نورو سيمو په شان اسانيې وركول دي، په تېر وخت ك??ې د دې سيمې اولس له بده مرغه نظر انداز كړے شوے. ده ووئيل چې د انضمام عمل په كاميابې سره مخ په وړاندې بوتلل د پي ټي آئي د حكومت لويه بريا ده. وزيراعظم ع??را?? خان ووئيل چې اوسني حكومت انضمام شويو سيمو لپاره ريكارډ فنډ وركړے، په ضم شويو سيمو كښې ځوانانو لپاره د روزګار موقعې وركول زمونږ په ترجيحاتو كښې شامل دي. وزيراعظم هدايت وكړو چې په قبائيلي سيمو ك??ې دې د كاروبار موقعې زياتولو ته پام وكړے شي، دې سره به د روزګار موقعې پېدا شي او سماجي او معاشي پرمختګ به وشي. وزيراعظم ووئيل چې سعودي د سېلګرې په څانګه كښې په سرمايه كارې كولو ك??ې دلچسپي ښودلې. ده هدايت وكړو چې د خېب?? پښتونخوا حكومت بايد دې اړخ ته خاص پام وكړي ځكه چې د صوبې د سېلګرې استعداد په كار راوستل شي. ده ووئيل چې په خېب?? پښتونخوا كښې اولس په پي ټي آئي بېرته اعتماد كړے، اوس زمونږ ذمه واري ده چې د اولس ښه خدمت وكړو.