اسلام آباد ۔ 5 نومبر (اے پی پی) د اقتصادي چارو وفاقي وزير حماد اظهر د ”کارکے” شخړې په غوره ډول هوارې اولس له مباركي ور??ولو سره وئيلي دي د وزیراعظم عمران خان او ترکيه اولس مشر رجب طیب اردوان خاص هڅو سره دا مسئله حل شوې ۔ د روان مالي كال په اولنو درېو مياشتو كښې د روانو حسابونو كښې 64 فیصد کمې راغلې۔ د پرائمری بجټ بېلنس په لړ كښې د درې مياشتو په مهال 285 اربه ??وپو نه زيات آمدن تر لاسه شوې۔ په فارن پورټ فولیو سرمایه کارۍ كښې 137 فیصده زياتوالې راغلې۔ مونږ له د تېر دور د اخستې شوي پور قسطونه او سود هم ور??وو۔ تېر كال مو د 10 نيم اربه ډالرو قرض بېرته ور??ړې او دا لړۍ روانه ده۔ اېف بي آر څخه ملازمان نه اوباسوو۔ معيشت ته استحكام ور??ولو نه ??رو??تو مونږ بل پړاؤ ته داخلېږو۔ نور زيري به ??رغوږو شي۔د نهې په ورځ خبري كنفرنس كښې وفاقي وزير ووئيل د ”کارکے” لوظنامه 40 كاله وړاندې د پيپلز ګوند په دور كښې شوې وه كومه چې اپوزيشن چېلنج كړې وه۔ ??رو??تو دا معامله د نړيوالو شخړو هوارولو سنټر ته لاړه چرته چې ??اكستان د 1.2 اربه ډالره جرمانې سره مخ شو۔ ده ووئېل 18 هېوادونو قانوني چاره جوئي پېل كړې وه ولې د موجوده حكومت هڅو سره دا مسئله په غوره ډول حل شوه۔ په دې ټول قام د مباركۍ مستحق دے۔ د موجوده حكومت د اقتصادي كاميابو ذ??ر كولو سره ده ووئيل د روان مالي كال په اولنيو درېو مياشتو كښې د روانو حسابونو خساره د تېر كال په مقابل كښې 64 فيصده كمې شوې۔ مالي خساره كښې د اولنيو درېو مياشتو په مهال 50 فيصدہ كمې ريكارډ كړې شوې۔ ده ووئېل د پرائمری بجټ بېلنس په لړ كښې د درېو مياشتو موده كښې د 285 اربه ??وپو آمدن زيات شوې۔ په فارن پورټ فولیو سرمایه کارۍ كښې 137 فیصده اضافه شوې۔ ۔ حماد اظهر ووئيل د كال 2017ء نه ??رو??تو د مياشتې په سر د زرمبادله پنګې 500 ملينه ډالره مخ په كمېدو وې۔ جنوری 2019ء څخه صورتحال كښې استحكام راغلې۔ د جون نه ??رو??تو د زرمبادله په پنګو كښې 650 ملینه ډالره اضافه شوې۔ وفاقې وزير ووئيل حكومت چې د معيشت استحكام او ټېكس نېټ پراخا كولو له كوم ګامونه پورته كړې د هغې د ډاډ وړ نتيجې رامخې ته كېږي۔ د تېر كال په مقابل كښی د روان كال په مهال د فائلر شمېره 55 فيصده زياته شوې۔ دغسې داخلي محصولات هم 25 زيات شوي۔ ده ووئيل كله چې ??ونږ حكومت ترلاسه كړو نو د برېښنا او توان نظام مفلوج شوې ؤ۔ ګرځنده قرض 400 اربه ??وپو څخه 1200 اربه ??وپو ته رسېدلې ؤ۔ موجوده حكومت په دې كښې كمې كړې او تر دسمبر مياشتې به قرضه صفر كړې شي۔ ده ووئيل كاروبار كښې د آسانيو په لړ كښې د پاكستان په نړيوال رېنكنګ كښې 28 پوائنټه اضافه شوې كومه چې د حكومت د سرمايه كارۍ او تاجر دوسته پالسيو عكاسي كوي۔ ده ووئېل سټاك ماركيټ كښې د اګست څخه تر دې دمه 6 زره 500 پوائنټس زيات شوي ۔ تېرو ورځو كښې انډېكس كښې د 1500 پوائنټ اضافه شوې۔ د ګرانۍ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د افراط زر په شرح كښې زياتوالې شوې ولې د دې وجوهاتو ته به هم كتل وي۔ د پیپلز ګوند په اولنيو 13 مياشتو كښې د ګرانۍ شرح 21 نيمه فيصده وه ، د مسلم لیګ (ن) په دور كښې 8.4 فیصده او د پي ټي آئي حكومت كښې 8 فیصده ده۔ ده ووئيل د مالي كال په اولنيو درېو مياشتو كښې د 960 اربه ??وپو ټېكس جمع كړې شوې۔ ده ووئېل معيشت ته د استحكام ور??ولو نه پس مونږ بل پړاؤ ته داخلېږو په كوم كښې به چې ??ور زيرې ترغوږو شي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل سندھ حكومت غنم اخستې نه وو چې ??امله ئې په ځينو سيمو كښې د غنمو كمې رامخې ته شوې خو بياهم د پاسکو ګودامونو څخه 6 لكه ټنه غنم ور??ولې شي چې ??رسره به ??ورتحال ښه شي۔ ده ووئيل په ګرانۍ قابو موندلو له صوبائی حکومت سره په ګډه كار كوو۔ د خوراك د ځينو څيزونو بيعې د موسمي اثرات په سوب هم زياتې شوې