اسلام آباد ۔ 31 اکتوبر (اے پی پی) د سېنېټ چیئرمېن محمد صادق سنجرانی رحيم يار خان سيمه كښې كراچۍ څخه پنډۍ ته تلونكي تېزګام ټرېن كښې د ګاز سلېنډر چاؤدنې سره د اور لګېدو پېښې په نتيجه كښې د 56 كسا??و په مړينه او ?? 34 ??ور په ژوبل كېدو د غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره غم??نيو كورنيو سره غم??ازي او خواخوږي ښكاره كړې ده۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان لمخې د سېنېټ چيئرمېن دې پېښه كښې ژوبل شويو ته د غوره طبي آسانيو وركولو په حاجت زور راوړلو سره ددوئي د زر روغتيا دعا هم وكړه۔ دې سره سره دوهم چیئرمېن سناتور سلیم مانډوی والا، د حكومتي ډلې مشر سناتور سناتور سید شبلی فراز او د مخالفې ډلې مشر راجه محم?? ظفرالحق هم د رحیم یار خان ټرېن په پېښه د غم دړد او افسوس څرګندونه وكړه۔ دوئي غم??نيو كورنيو له د زغم او ژوبل شويو له د روغ صحت دعا وكړه