اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) ?? كورنيو چارو وفاقي وزير اعجاز احمد شاه وئي??ي دي چې د پوليس شهيدانو په لازوال قربانو هغوي ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوو٬ سره د كمو وسيلو او نورو ستونزو پوليسو خپلې ذمه وارې په ښه ډول ترسره كړې دي٬ د ټولو شهيدانو لوړو درجو لپاره د??ا كوو۔ د اتوار په ورځ ?? كورنيو چارو وفاقي وزير اعجاز احمد شاه د پوليسو د شهيدانو د ورځې په موقع په خپل بيان كښې ووئيل چې سلام وړاندې كوم هغو مېئندو ته كومو چې خپل زامن د هېواد او قوم په حفاظت قربان كړي دي۔ ده ووئيل چې تر څو د هېواد محافظ پوخ عزم لري كوم كورنۍ يا بهرنې سازش دې هېواد ته زيان نه شي رسولې۔ ده ووئيل چې د هېواد په ضد كارروائې كونكو تل ماتې خوړلې۔ ده ووئيل چې د پوليسو د شهيدا??و قربانې د دې خبرې ثبوت دے چې پاكستان په محفو?? لاسونو كښې دے او د دې عزت او د بقا په خاطر د ځان قربانې وركولو ته تيار يو۔