اسلام آباد 16 جون (اے پي پي﴾ وز??را??ظم عمران خان وئيلي دي چې د ماتې يره د منفي او دفاعي حكمت عملې سبب ج??ړې??ي او په داسې صورتحال كښې د مخالفې لوبډلې د غلطو څخه استفاده نه شي كېدے٬ دو??ړه لوبډلې به په سخت ذهني فشار كښې مېدان ته كوزېږي او د اعصابو مضبوطيا به د ننني مېچ د نتيجې ټاكنه كوي٬ د سرفراز پشان بهادر كپتان د پاكستان خوش قسمتي ده او په ننني مېچ كښې به هم مونږ د هغه نه د غوره كاركردګې توقع لرو٬ په مېچ كښې بريا لپاره بايد د جارحانه حكمت عملې له مخې سپېشلسټ لوبغاړو سره مونږ مېدان ته ورشو ځكه چې ريلو كټې په فشار كښې كاركردګي نه شي ښودلې۔ د اتوار په ورځ په ټويټر په خپل پېغام كښې وز??را??ظم ووئيل چې لوبه مې پېل كړه نو خيالې مې و چې په كاميابې كښې 70 فيصده ټېلنټ او 30 فيصده ذهن شامل وي٬ چې لوبه مې ختم كړه نو محسوس مې كړه چې په كاميابې كښې د دواړو تناسب پن??وس پن??وس فيصده دے۔ وز??را??ظم ووئيل چې زه اوس خپل دوست ګواسګر سره متفق يم چې په كاميابې كښې د ذهني قوت برخه 60 فيصده او د ټېلنټ 40 فيصده وي۔ په ننني دور كښې د ذهني صلاحيتونو كردار د 60 فيصد نه زيات دے۔ وز??را??ظم عمران خان د پاكستان او هند د كركټ مېچ د اهميت په ??ړه ووئيل چې دو??ړه لوبډلې به په سخت ذهني فشار كښې مېدان ته كوزېږي او د اعصابو مضبوطيا به د ننني مېچ د نتيجې ټاكنه كوي٬ د سرفراز پشان بهادر كپتان د پاكستان خوش قسمتي ده او په ننني مېچ كښې به هم مونږ د هغه نه د غوره كاركردګې توقع لرو۔ وز??را??ظم عمران خان د قو??ي لوبډلې كپتان سرفراز احمد ته بريا لپاره مشوره وركولو سره ووئيل چې بايد د خپلو دماغو نه د هر ډول ماتې يره وويستل شي ځكه چې دماغ په يو وخت كښې يوازې يوې مسئلې ته پام كولې شي۔ ده ووئيل چې د ماتې يره د منفي او دفاعي حكمت عملې سبب ج??ړې??ي او په داسې صورتحال كښې د مخالفې لوبډلې د غلطو څخه استفاده نه شي كېدے۔ عمران خان كپتان سرفراز احمد او د پاكستان لوبډلې ته تجويز وركړو چې په مېچ كښې بريا لپاره بايد د جارحانه حكمت عملې له مخې سپېشلسټ لوبغاړو سره مونږ مېدان ته ورشو ځكه چې ريلو كټے په فشار كښې كاركردګي نه شي ښودلې۔ په خاص توګه په ننني صورتحال او د پچ په تناظر كښې بايد سرفراز احمد ټاس ګټلو سره وړومبې بېټنګ وكړي۔ ده ووئيل چې كه هند نن هر څومره فيورټ وي٬ بايد سرفراز الېون د ماتې هر ډول يره د ذهن نه اوباسي۔ وز??را??ظم عمران خان ووئيل چې قو??ي لوبډله به د غوره كاركردګې څرګندونه كولو سره تر وروستي بال مقابله كوي۔ كه نتيجه هر څه وي٬ د سپورټس مېن شپ څرګندونه دې وكړې شي۔ وز??را??ظم عمران خان ووئيل چې د ټول قو?? دعاګانې تاسو سره دي۔ د خپل پېغام په پاې كښې وز??را??ظم عمران خان د كركټ قو??ي لوبډلې لپاره ګډ لك ووئيل۔