هری پور۔ 18 مئی (اے پی پی) دسېفران دوهم وزير شهريار خان آفريدي وئيلي دي پاكستان كال 2019ء د افغان كډوالو مېلمستيا 40 كلونو ??رسره كېدو په توګه لمانځي۔ ټول كال به دستورې كولې شي۔ پاكستان سره د مالي ستونزو افغان كډوالو ته كېمپونو كښې پاتې كېدو سره سره 70 فيصده كډوالو ته آزادۍ سره د ژوند كولو په شمول د كاروبار حق وركړو۔ د وزيراعظم عمران خان په خصوصي هدايت مې د كمېپ دورې كولو پرېكړه كړې ولې چې د پاكستان حكومت د افغان كډوالو مسئلو حل كولو كښې جدي دې۔ ده افغان مهاجر كېمپ 16 كښې افغان كډوالو ته خطاب كولو۔ په دې مهال د كډوالو مشرانو ?? سېفران وزير ته روايتي افغان پګړۍ هم په سر كړه۔ شهر یار آفریدی ووئيل پاكستان د نړۍ يواځنې هېواد دې كوم چې 40 لكه افغان كډوالو ته نه يواځې دا چې هركلې ووې بلكې دوئي ئې 40 كاله لكه د خپلو وروڼو ځا?? سره وساتل۔ ده ووئيل په كومو ورځو كښې چې زه داخله وزير ووم ما ددوئي ډې??ې مسئلې هوارولو سره دوئي ته ډې??ې آسانۍ وركړې په كومو كښې چې 16 لکھ ??فغان كډوالو ته د بېنك اكاؤنټس پرانستلو آساني تر ټولو وړومبۍ ده۔ ده ووئيل پاكستان نن هم سره د معاشي ستونزو د 24 لكه څخه د زياتو افغان كډوالو مېلمستيا كوي۔ ده ووئيل پاكستان كښې دا مهال نزدې 14 لکھ ??فغان كډوال رجسټرډ دي او 8 لکھ 40 زره اے سی سی کارډ لري۔ د 5 لكه افغان كډوالو هېڅ ډېټا نشته۔ ده ووئيل اروپا كښې كډوالو لپاره سياست بدل شوې ولې زمونږ دروازې نن هم كډوالو له پرانستلې دي۔ دې افغان مهاجر كېمپونو ??فغانستان لپاره وزيران پېدا كړې دي۔ د حامد كرزئي په شمول 22 وزيرانو په دې كېمپونو كښې ژوند كړې دې۔ دستورې ته خطاب كښې د افغان كډوالو مشر هېبت شاہ د سېفران وزير ته هركلې ووې۔ ده ووئيل شهريار آفريدي هغه اولنې وزير دې چا چې د كډوالو د كلي دوره وكړه۔ ده ووئيل د تحريك انصاف حكومت زمونږ ډې??ې مسئلې هوارې كړې دي په دې مونږ د وزيراعظم عمران خان او د سېفران وزير شهريار آفريدي مننه كوو۔