اسلام آباد ۔ 15مئی (اے پی پی) د پاكستان تحريك انصاف د اطلاعاتو مركزي سېكتر عمر سرفراز چيمه وئيلي دي پاكستان معاشي بدحالۍ څخه ويستلو له به د چور بازارۍ كلتور ختمول وي۔ بې وزلو سره د خواخوږۍ په پرده كښې لوټ مار كوؤنكو سره به نور رعايت كولې نه شي۔ كومو كسانو چې تر دې ??مه اثاثې يا پېسې ښكاره كړې نه دي ٬ اثاثې ښكاره كوؤنكې آرډيننس دوئي لپاره وروستۍ موقعه ده۔ د اثاثې ښكاره كولو مودې ??رسره كېدو نه وروستو به بيا يوه بهانه هم پكار نه راځي او بې نامي جائيداد يا اكاؤنټ به ضبط كولې شي۔ د شورؤ په ورځ خپل بيان كښې ده ووئيل حكومت اصلاح ته د جوړو كسانو اسانۍ له ډ??ره مهمه موقع وركړې ده۔ ده ووئيل د ټاكلې مودې ??رسره كېدو څخه وروستو به د عادي مجرمانو يواځې اثاثې نه ضبط كېږي ب??كې ددوئي به محاسبه هم كولې شي