اسلام آباد ۔ 14 اپرېل (اے پی پی) د روغتيا وفاقي وزير عامر كياني د اسلام آباد هوا كښې د آ??ود??ۍ نو??س اخستلو سره د صورتحال جاج له د ماحولياتو صلاكار ته خط استولې دې۔ عامر کیانی اسلام آباد كښې ورځ په ورځ د هوا خرابېدونكي معيار او په دې كښې د موجوده آ??ود??ۍ نو??س اخستلو سره په دې لړ كښې د وزيراعظم د ماحولياتو مرستيال ملك امين اسلام ته خط استولې دې چې د صورتحال جاج اخستلو له دې په سمدستي توګه ګامونه پورته كړې شي دغسې چې د آ??ود??ۍ دلاسه په خپرېدونكو رنځونو قابو وموندلې شي۔ ده ووئيل ددې آ??ود??ۍ په سبب د ساه او زړه رنځونه خپرېږي۔ د يوې اندازې ترمخه بېلو ښارو??و كښې د فضائي آ??ود??ۍ لامله هر كال 22 زره كسان مري۔ دې سره سره 7 سوه كوچنيان هم د ژوند نه لاس وينځي۔ عامر کیانی په خاص توګه د اسلام آباد آئي نائن سېکټر او آئي ټېن كښې صنعتونو څخه د خارجېدونكې آ??ود??ۍ حواله وركړه۔ ده ووئيل دې څخه د كېدونكي زيان تعين ضروري دې دغسې چې انساني صحت رنځونو څخه بچ كولو له ګامونه پورته كړې شي۔ ده ووئيل زه په دې اړه وزيراعظم عمران خان خبرول غواړوم۔