ابوظهبی ۔ 25 مارچ (اے پی پی) د پاكستان او آسټرېلیا ??وبډلو ترمينځھ د 5 يو ورځني مېچونو سيريز درېم يو ورځنې نړيوال كركټ مېچ سبا د شورؤ په ورځ كېږي۔ آسټریلیا ت?? د پاکستان په ضد د 5 مېچونو سيريز كښې د 2-0 بريا ترلاسه ده۔ آسټرېلیا ??ه خپل اولني مېچ كښې پاكستان ته 8 وكټون?? سره ماتې وركړې وه۔ دغسې په دوهم مېچ كښې ئې هم پاكستان ته په 8 وكټون?? سره ماتې وركول?? سره سیریز كښې د 2-0 بريا ترلاسه كړې ده۔ د دواړو لوبډلو ترمينځھ د سيريز درېم مېچ به سبا د شورؤ په ورځ ابوظهبي كښې كولې شي۔ درېم مېچ كښې كاميابۍ لپاره د دواړو لوبډل?? سرلوبغاړو بيانونه وركړې دي۔ پاكستان هيله لري چې اولنو دوه مېچونو كښې د ماتې خوړلو باوجود دا مېچ ګټل?? سره سيريز كښې كم بېك وكړي بلخوا د آسټريليا لوبډله دا مېچ ګټل?? سره سيريز كښې د پرېكنده بريا عزم لري۔ په دې اعتبار سره د دواړو لوبډلو ترمينځه د يوې سختې مقابلې امكان دې۔ د دواړو لوبډلو ترمينځھ د سيريز څلورم مېچ به د مارچ په 31 مه نېټه دبۍ كښې كولې شي