اسلام آباد 22 مارچ (اے پی پی) د دفاع وزير پروېز خټك سره د ??ذر??ائيجان دفاع وزير كرنل جنرل ذاكر حسنوف ليدلي دي ۔څوك چې د پاكستان ورځې په موقع پرېډ لپاره د پاكستان په دوره راغلې۔د دفاع وزير پروېز خټك د كشمير په مسئله د پاكستان په مرسته كولو د ??ذر??ائيجان مننه وكړه۔ده ووئيل پاكستان يو امن ناك هېواد دے او د ګاونډيانو سره په ښو اړيكو باور لري۔ده ووئيل دواړه هېوادونه شريك مذهب٬كلتور او تاريخ لري او دواړه هېوادونه په نړيوال فورم د ملاتړ سره سره د يو بل سره مرستې ته پراختيا وركول غواړي۔د ??ذر??ائيجان د دفاع وزير د پاكستان ورځې په موقع پرېډ كښې د ګډون په بل??ه وركولو مننه وكړه۔ده ووئيل ??ذر??ائيجان د پاكستان سره ښې اړيكې لري۔ده ووئيل ??ذر??ائيجان پاكستان يو مهم هېواد ګڼي ځكه چې پاكستان د دفاع پشمول نورو څانګو كښې تجربه لري