کراچۍ۔ 17 مارچ (اے پی پی) د سندھ ګورنر عمران اسماعيل او د داخله چارو دوهم وزير شهريار خان آفريدي د نيوزي ل??نډ جومات كښې د ترهګرۍ پېښې په نتيجه كښې د شهيد شويو وګړو سيد ذيشان ٬ كرم بي بي ٬ غلا?? مصطفي او اريب كورونو ته تلو سره ??دو??ي عزيزانو سره غمرازي ښكاره كړه۔ د اتوار په ورځ د ګورنر هاؤس څخه جاري كړې شوې اعلاميې ترمخه د سندھ ګورنر او دوهم وزير د غمرازۍ څرګندونه كولو په مهال خپلو خبرو كښې ووئيل ټول قام د غم دړد په دې سخت وخت كښې تاسو سره دې۔ ګورنر ووئيل د كرائسټ چرچ پېښه د ترهګرۍ ده۔ ده ووئيل حكومت به غمجنيو كورنيو سره هره ممكنه مرسته كوي۔ كه عزيزان نيوزي ل??نډ ته تلل غواړي نو حكومت به دوئي سره پاسپورټ او وېزه كښې بشپ??ه مرسته كوي۔ دوهم وزير شهريار خان ووئيل ترهګر كوم مذهب نه لري۔ دې بريد كښې انسانيت په نښه كړې شوې دې۔ ده ووئيل مونږ غېر مند اولس يؤ۔ د پاكستان خاوره ناو??ه مقصدونو له كارولې كېدې نه شي۔ ده ووئيل ننې پاكستان خپلواكه دې