اسلام آباد ۔ 01 مارچ(اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي د منطقې په روانه وضعه كښې د پاكستان د دريځ ??ه ملاتړ كولو د تركيه او ترك اولس مننه كوو۔ پاکستان او تركيه ټول عمري د يو بل مرسته كړې ده۔ پاکستان به د رېلوے پرمختګ له د تركيه تجربو څخه استفاده كوي۔ پاكستان كښې د تركيه سفير احسان مصطفی يرداكل سره د جمعې په ورځ ملاقات كښې وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ووئيل مونږ خوښي لرو چې د ترك اولس مشر طيب اردګان د پاكستان دورې ??ه مهال د پاكستان او تركيه ترمينځه د رېلوے څانګه كښې هم??ار?? له هم عملي ګامونه پورته كړې شي۔ وفاقي وزير د تركيه رېل كمپنيو ته د اېم اېل ii او iii کوئټه زاهدان او تفتان ( ایران) رېل لائن اپ ګرېډېشن كښې د هم??ار?? بلنه وركولو سره ووئيل ترکيه دې د رسالپور لوکو موټو فېکټرۍ كښې همكاري وكړي۔ پاكستان رېلوے به ورسره هر ډول مرسته كوي۔ وفاقي وزير ووئيل د منطقې په روانه وضعه كښې د پاكستان د دريځ ??ه ملاتړ كولو د تركيه او ترك اولس مننه كوو۔ پاکستان او تركيه ټول عمري د يو بل مرسته كړې ده۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې د تركيه سفير ووئيل ترکيه او پاكستان ملګري هېوادونه دي او دواړه هېوادونه په بېل?? څانګو كښې د يو بل مرسته كوي۔ ده وئيل تركيه پاكستان سره د هاؤسنګ، سېلګرۍ او انفراسټركچر وده كښې د مرستې كولو او دې څانګو كښې د هم??ار?? صلاحيت لري