اسلام آباد 18 فروری (اے پی پی) او??س مشر ډاکټر عارف علوی وئيلي دي چې د پاکستان او سعودی عرب قیادت د خپلو خپلو هېوادونو پرمختګ او سوكالۍ يو ډول خیالات او ویژن لري، دواړه هېوادونه خپلو كښې جغرافیائی لحاظ سره فاصله لري خو زمونږ زړونه يو بل سره تړلې شوې دي۔ ده د ګل په ورځ ایوان صدر كښې د سعودی ولی عهد محمد بن سلمان په درناوي كښې د ماسپخښين ميلمستيا دستورې ته خطاب کولو۔ وزیر اعظم عمران خان، وفاقی وزيران ، اعلٰی پوځي او سیاسی قیادت، سفارتکار او نور اعلٰی ??ار??اكي هم پھ دې مهال موجود ؤ۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه ټولو عمري د باور وړ ملګري پاتې شوي دي كو?? چې خپلو كښې د ورورولۍ او مذهب قوي خپلولې لري۔ او??س مشر هيله ولرله چې پھ هر سخت وخت كښې به ??واړه هېوادونو د يو بل ملګرتيا كوي، ده ووئيل دواړه هېوادونه په جغرافیائی لحاظ سره لري دي خو زمونږ زړونه يو بل سره تړلې شوې دي۔ ده ووئيل د دواړه هېوادونو ترمينځه سپریم کوآرډینېشن کونسل جوړيدو سره به ??ې اړيكو ته لا وده ترلاسه شي۔ او??س مشر د سېلګرۍ په اړه د سعودی قیادت ویژن 2030 او هېواد كښې جدت لپاره معارفي كړې شوې اقدامات وستائل او هيله ئې ولرله چې د دواړو هېوادونو ترمينځه سباؤن كښې نزدې مرسته او سرمایه کارۍ لپاره نوي پړاؤنه به ډير زر ښكاره شي۔ ده ووئيل پاکستان يو پرمختګ كونكې هېواد دې او د پاکستان قیادت د سعودی قیادت په شان د بدعنوانۍ ختمولو او پرمختګ كولو لپاره هلې ځلې كوي۔ پاکستان په مړانه د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كړې او اوس د سوكالۍ په نوې دور كښې داخلېږي۔ او??س مشر سعودی ولی عهد ته د پاکستان شمالی سيمو دورې كولو بلنه وركړه۔ په دې مهال د سعودی ولی عهد شهزادہ محمد بن سلمان په خپل خطاب كښی په تود هركلې او كوربتوب كولو د پاکستانی قیادت مننه وكړه۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه خپلو كښې د ورورولۍ اړيكې لري او دا اړيكې د نورو لپاره د تقلید وړ دې۔ ده ووئيل دا اړيكې د دواړو هېوادونو او??س لپاره هم ګټه ور ګرځيدې شي، د پاکستان او سعودی عرب مشرانو د دې اړيكو بنیاد اېښودلې دې او د پاکستان جوړيدو په وخت دا اړيكې جوړې شوي۔ د سعودی ولی عهد د خپل هېواد د پرمختګ په عمل كښې د پاکستانیانو خذمات رامخې ته كړل۔ ده ووئيل 20 لکھ څخه زيات پاکستانیان د سعودی عرب په پرمختګ كښې كردار ترسره كوي۔ده ووئيل د پاکستانیانو لپاره د لويو لويو پروژو د لارې سعودی عرب د پرمختګ په دې عمل كښې برخه اخستي۔ له بلې پلو د پوځ يو بېنډ د بل لوګ سرودونه وغږول كو?? چې د سعودی ولی عهد شهزادہ محمد بن سلمان او د هغه پلاوي وستائل۔ او??س مشر ډاکټر عارف علوی او وزیراعظم عمران خان هم پھ دې موقع موجود ؤ۔ دې نه پس او??س مشر ډاكټر عارف علوی د ایوان صدر په مرکزی دروازه ګران ميلمه ته پھ مخه ښھ ووې