اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي) د پاكستان پشمول د نړۍ په نور برخو كښې سږ كال هم د كشمير يووالي ورځ لمانځل كېږي كله چې په مقبوضه جمو و كشمير كښې د هند جارحيت او ظلمونه ٬ جبر و استبداد٬ د بشري حقونو څخه سرغړونې او د قابض ځواكونو دلاسه د حريت جذبه د طاقت د لارې د خاموش كولو كارروائې لوړې كچې ته رسېدلې د??۔ د هند د ظلمونه د دې خبرې اندازه كېدے شي چې كومه هم داسې ورځ نه تېرېږي چې پكښې د بې ګناه كشميريانو وينه نه وي توي شوې او قابض ځواكونو په بې ګناه ځوانانو تشدد نه وي كړ??۔ دا كشميريان د خپل د خپلواكې حق لپاره هڅې كوي د كوم لوظ چې د هند جدامجد پنډت لعل نهرو كړ?? وه او د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د ده قراردادونه منظور كولو سره دوي ته د دې حق وركولو ضمانت وركړے شوے۔ دا خطرناك حقيقت دے چې د هندي قابض ځواكونو لخوا په ټول رياست كښې د جنورې كال 1989 نه په روانو ظلمونو كښې هره ورځ د 9 نه زيات كشميريان شهيدان كولې ش??۔ د كشمير مېډيا سروس شمېرو له مخې د جنورې كال 1989م نه تر جنورې كال 2019م د 30 كلونو په موده كښې په مقبوضه سيمه كښې د بشري حقونو څخه سختې سرغړونې شوې دي چې د لارې ئې 95 زره 283 كشميريان شهيدان كړ?? شوي دي په كومو كښې چې 7120 كشميريان د حراست په مهال قتل كړ?? شوي د??۔ د دې نه علاوه قابض ځواكونو يو لك 45 زره 597 بې ګناه كشميريان ګرفتار كړي دي۔ يو لك 9 زره 205 كورونه او ودانې ئې تباه كړ?? دي٬ 22 زره مېرمنې ئې كونډې كړ?? دي او يو لك 60 زره 756 ماشومان ئې يتيمان كړي دي او د 11 زره 111 مېرمنو ئې عصمت دري كړ??۔ د هند رياستي ترهګرې سره هم پاكستان د دې بې ګناه كشميري اولس سياسي٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتلې چې دغسې كشميريان خپل د خپلواكې حق ترلاسه كړ?? شي۔ كشميرې اولس د 7 لسيزو نه د هندي قابض ځواكونو مقابله كو??۔ د كشميريانو هڅې پرېكنده پړاؤ ته داخلې شوې دي او د منطقې ځوانان د دې تحريك مشري كوي۔