اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) د پاكستان علما كونسل تر سيوري لاندې د سيرت رحمت اللعالمين﴿ص﴾ كنف??نس د اسلام آباد په اعلان كښې وئيلي شوي دي چې كال 2019م به د انتهاخوښې٬ ترهګرې او د فرقه وارانه تشدد د خاتمې د كال په توګه لمانځلې شي٬ د افغانستان امن د پاكستان امن دے٬ د امريكائي اولس مشر او حكومت لخو?? د ??فغانستان په مسئله د پاكستان دريځ منل د پاكستاني اولس او د پاكستاني ځواكونو لخو?? د ??رهګرې او انتهاخوښې په ضد د هڅو او قربانيو نتيجه ده٬ د مذهبي آزادې په عنوان د امريكې لخوا پاكستان او سعودي په واچ لسټ كښې د اچولو غندنه كوو٬ په پاكستان كښې مېشته غېر مسلم د پاكستاني آئين له مخې ټول بنيادي حقونه لري٬ سوشل مېډي?? د ??نتشار او افواګانو مخ نيوي لپاره دې د سائبر كرائم قانون وكارول شي۔ د اتوار په ورځ په وفاقي پايه تخت اسلام آباد كښې د پاكستان علما كونسل تر سيوري لاندې سيرت رحمت اللعالمين﴿ص﴾ كنف??نس وكړے شو كوم ته چې مركزي چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي٬ پير نقيب الرحمن٬ پير روح الامين٬ مولانا پروفېسر ذاكرالرحمان٬ مولانا عبدال??ري?? نديم او نورو وېنا وكړه۔ د كنف??نس په پاې كښې اعلان اسلام آباد جاري كړے شو په كوم كښې چې وئيلي شوي دي چې په پاكستان كښې د مذهب په نوم ترهګرې٬ قتل و غارت ګري د اسلام په ضد ده او د ټول مكاتب فكر او د ټولو مذهبونو مشران دې د دې نه د لاتعلقې اعلان وكړي۔ كومه اسلامي فرقه دې كافر ونه ??رځول شي او كوم هم مسلمان يا غېر مسلم دې ماورائے عدالت واجب القتل ونه ??رځول شي۔ د پاكستان د آئين له مخې دې د ټولو مذهبونو او مسلكونو خلق د خپل كلتور او مذهب له مخې ژوند تېر كړي۔ د آذان او د عربې خطبې نه علاوه هدې د لاؤډ سپيكر په استعمال مكمل بندېز ولګول شي۔