اسلام آباد 24 دسمبر(اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د څلور ملكي دور?? په پېل كښې د ګل په سهار د افغانستان پايه تخت كابل ته ورسېدو۔ د بهرنيو چارو وزير د 24م نه تر 26م دسمبر 2018م د افغانستان٬ اېران٬ چين او روسيې دوره كوي۔ د بهرنيو چارو وزير كابل ته د رسېدو نه پس د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني سره په كابل كښې د پلاوو په كچه مذاكرات وكړل۔ د خارجه دفتر وياند په خپل ټويټ كښې وئيلي دي چې د مذاكراتو په مهال دواړو ډلو د شريكې خوښ?? په چارو٬ د افغانستان په پرمختګ٬ خوشحالې٬ په افغانستان كښې د امن و امان په صورت??ال او د مذاكراتو عمل پشمول د دواړو هېوادونو په تجارتي او اقتصادي روابطو زياتولو خ??رې وشوې۔ د بهرنيو چارو وزير سره د بهرنيو چارو سېكتره او د بهرنيو چارو د وزرات اعلٰي چارواكي هم دي۔ د خپلې دور?? په مهال به د بهرنيو چارو وزير د دې هېوادونو لوړ رتبه چارواكو سره د پاكستان اړيك?? په ټېنګولو خ??رې كوي۔ هغه به دې هېوادونو سره په تندې سره په بدلېدونكي سيمه ايز او نړيوال صورت??ال هم خ??رې كوي۔ د ملاقاتونو په مهال به په افغانستان كښ?? په امن او د مذاكراتو په دې وروستيو هڅو هم خ??رې كولې شي