اسلام آباد 23 نومبر (اے پي پي) د اطلا??ات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي په كراچې كښې د چين په قونصلګرۍ د ترهګرو بريد بزدلانه كارروائي ده كومه چې امنيتي ادارو په مړانه سره شنډه كړې٬ په دې كښې ككړ ټول عناصر به په ډاګه كولې شي٬ په سباؤن كښې د داسې پېښو مخ نيوي لپاره به لا اقدامات كولې شي۔ د جمعې په ورځ د پارلمان په خوا كښې خبريالانو سره په خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل په كراچې كښې د چين په قونصلګرۍ درې ترهګرو بريد كړے٬ امنيتي ادارو د ترهګرو بريد شنډولو سره هغه وژلي دي۔ ده ووئېل په دې پېښه كښې دوه پوليس اهلكار هم شهيدان شوي ٬ د رېنجرز پشمول ټولو امنيتي ادارو په مړانه سره دا بريد شنډ ك??ے۔ ده ووئيل د جمعې په ورځ په چينائ?? قونصلګرۍ كښې وېزه ترلاسه كوونكو لپاره د خلقو شمېره زياته وي۔ ده ووئيل پاكس??ان د تېرو څو كلونو نه ترهګرې سره مخ دے۔ د پاكس??ان پوځ٬ رېنجرز٬ پوليس او خفيه ادارو په كومه بهادرې او مړانه سره چې د دې مقابله كړې٬ په نړۍ كښې ئې چرته مثال نشته۔ ده ووئيل بريد په چين او پاكس??ان بريد دے۔ ده