اسلام آباد 01 ستمبر (اے پي پي) د وفاقي حكومت د سياسي سنسر شپ ختمولو د اعلان نه پس د پي ټي وي په خبرنامه كښې واضح بدلون راغلې دے٬ د پاكستان تحريك انصاف په وفاق كښې د ا??تدار سنبالولو نه څو ورځې پس د اطلاعاتو او خپرونو و??اقي وزير فواد چوهدري د پي ټي وي څخه د سياسي سنسر شپ ختمولو اعلان كړے و۔ دا خبرې د پي ټي وي اهلكارو بي بي سي سره په خبرو كښې كړې دي۔ آيا پي ټي وي غېر سياسي شو؟ په عنوان بي بي سي يو راپور جاري كړے چې پكښې بي بي سي د سركاري ټي وي ﴿پي ټي وي﴾ كار ك??ونكې عملې سره خبرې كړې دي او په دې ئې د ځان پوهولو هڅه كړې چې آيا پي ټي وي واقعي د حكومت نه علاوه د ا??وزيشن ګوندونو كورېج او په حكومت تنقيد خپرول پېل كړي دي۔ د پېښور په پي ټي وي سنټر كښې كار ك??ونكي يو پروډيوسر د نوم نه څرګندولو په شرط بي بي سي ته ووئيل چې د كله نه وفاقي حكومت د سنسر شپ ختمولو اعلان كړے نو د خبرونو په رن ډاؤن كښې واضح بدلون راغلې۔ ده ووئيل چې په خبرنامه كښې به د خبرونو رن ډاؤن څه دا ډول جوړېدو چې تر ټولو وړاندې ب ه په عمومي توګه د وزيراعظم خبر خپرول كېدو٬ بيا به د ا??لس مشر او و??اقي وزيرانو خبرونه خپرېدل۔ د دې نه پس به د پنجاب وزيراعلٰي زياتره خبرونه خپرېدل خو اوس تربيت بېخي بدل شوے۔ تېره اونۍ په رن ډاؤن كښې د وزيراعظم خبر په سېريل نمر 20 و او په دې بلېټن كښې د ا??وزيشن خبرونه د وزيراعظم نه مخكښې چلول شوي۔ ده ووئيل چې په تېر وخت كښې به په حكومت تنقيد د بلېټن برخه نه و خو اوس تنقيدي خبرونه هم د رن ډاؤن خبرونه وي۔ په پي ټي وي اسلام آباد كښې كار ك??ونكي يو خبريال ووئيل چې دوي ته احكامات و??كړې شوي دي چې اوس به د مخالفې ډلې ګوندونو مشرانو ته هم كورېج وركول وي۔ ده ووئل چې په پي ټي وي كښې د څلورو كلونو نه زيات و??ت تېر كړو خو داسې هدايات مونږ په وړومبي ځل ترلاسه كړي دي۔