پېښور 24 جولائی (اے پی پی) د لويو سياسي ګوندونو پشمول د يو شمېر مهمو ګوندونو مشران په ټول ټاكنو كښې د خېبرپښتونخوا څخه برخه اخلي٬عمران خان د بنو٬شهباز شريف د سوات او بلاول بهټو د مالاكنډ څخه مېدان كښې ولاړ دي٬مولانا فضل الرحمان د ډي آئي خان٬سراج الحق د دير٬اسفندرياولي او آفتاب شېرپاؤ د چارسدې څخه كانديدان دي۔په بنو كښې د پي ټي آئي مشر د اې?? اے 35 څخه كانديد دې چرته چې د ده مقابله د اېم اېم اے كانديد اكرم دراني سره ده٬د مسلم ليګ(ن)كانديد شهباز شريف٬د سوات اې?? اے 3 څخه په ټاكنو كښې برخه اخلي دلته د ده مقابله د پي ټي آئي سليم الرحمان سره د??۔د پيپلز ګوند مشر بلاول بهټو د اې?? اے 8 مالاكنډ څخه پھ مېدان كښې دې چې مقابله يې د اېم اېم اے صوبائي مشر ګل نص??ب سره ده دغسې د جے يو آئي(ف) مشر د ډي آئي خان څخه په ټاكنو كښې برخه اخلي۔د جماعت اسلامي مشر سراج الحق د اې?? اے 7 كوز دير څخه په ټاكنو كښې برخه اخلي او مقابله يې د اے اېن پي نذير خان٬د پي پي پي سيد شاهد احمد او د پي ټي آئي محمد بشير خان سره د??۔د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان د اې?? اے 24 چارسدې څخه په مېدان كښې دې او مقابله يې د اېم اېم اے مولانا ګوهر شاه سره د??۔د قومي وطن ګوند مشر آفتاب احمد خان شېرپاؤ د اې?? اے 23 چارسدې څخه په مېدان كښې دې او مقابله يې د اے اېن پي ګلزار احمد خان٬د اېم اېم اے حاجي ظفر علي خان او د پي ټي آئي انور تاج سره د??۔د مسلم ليګ(ن)صوبائي مشر امير مقام ٬د اے اېن پي صوبائي مشر امير حېدر خان هوتي٬د اېم اېم اے صوبائي امير مولانا ګل نص??ب٬د پي ټي آئي صوبائي مشران اسد قيصر٬شاه فرمان او پروېز خټك او د پيپلز ګوند صوبائي صدر همايون خان هم ټاكنو كښې برخه اخلي