اسلام آباد ۔ 3 جولائی (اے پی پی) پخواني وزیر اعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي د ټاكنو مهم په غوره ډول روان دے۔ اولس به مسلم ليګ (ن) ته د كا??كردګۍ په بنياد ووټ وركوي او په ټول هېواد كښې به مسلم ليګ (ن) زيات اكثريت سره كاميابي ترلاسه كړي۔ د نهې په ورځ اے پي پي سره خبرو ك??ې ده ووئيل د مسلم لیګ (ن) د تېرو 5 كل??نو كاركردګي د اولس وړاندې ده۔ د اولس مسئلو حل كولو له مو شپه او ورځ يوه كړې۔ د برېښنا منصوبې مو پېل كړې چې په نتيجه كښې ئې د لوډشېډنګ مسئله حل شوې۔ ده ووئيل د مسلم ليګ (ن) 5 كلنه كا??كردګي ټولو ته ښكاره ده۔ د زده كړې ٬ روغتيا ٬ توان او انفراسټركچر منصوبې د مسلم ليګ (ن) د كا??كردګۍ ښكاره ثبوت دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د پنډۍ حلقه اېن اے 57 او د اسلام آباد حلقه اېن اے 53 څخه ولاړ يم او كه لوئې څښتن ته منظور وي دواړو حلقو ك??ې به كاميابي ترلاسه كړم۔