اسلام آباد 21 جون (اے پی پی) لنډمهاله وزیراعظم جسټس (ر) ناصر ??لم??ك د كال 2018م ټولټاكنو لپاره د الیکشن کم??شن په تیاریو د اطمینان څرګندونې سره چیف الیکشن کمشنر جسټس (ر) سردار محمد رضا له باور وركړے چې انتظامیه به غیر جانبداره ، شفاف او آزادو ټولټاكنو كښې بشپره مرسته كوي۔ ده دا خبره د زيارت په ورځ چیف الیکشن کمشنر جسټس (ر) سردار محمد رضا سره الیکشن کم??شن سیکټريټ كښې د ملاقات په مهال وكړه۔ د الیکشن کم??شن د اړخه جاری شوي بیان له مخې د ملاقات په مهال د 2018 ټولټاكنو لپاره د الیکشن کم??شن په تیاریو تفصیلی خبرې اترې وشوې۔ چیف الیکشن کمشنر د وزیراعظم مننه كولو سره ووئيل شفاف او امناكه ټولټاكنو له د هېواد د ټولو ادارو کردار اهميت لري دغسې چې د آئین سرلوړۍ سره سره د قام هيلې ترسره كړې شي او الیکشن کم??شن دا قامي او آئینی فریضه پھ ښھ ډول ترسره كړي