اسلام آباد 26 فروري (اے پي پي) د موسمياتو محكمې وئيلي دي چې د راتلونكو 24 ساعتونو په م??ال به د هېواد په زياتره لوېديزو او بره سيمو كښې موسم خشك او په مالاكنډ٬ هزاره٬ پېنډې٬ كوئټه٬ ژوب ډويژن٬ كشمير او ګلګت بلتستان كښې د نري باران امكان دے۔ د موسمياتو محكمې راپور له مخې د تېرو 24 ساعتونو په م??ال د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم خشك او يخ و خو په مالاكنډ٬ هزاره٬ پېنډې٬ ګوجرانواله٬ فاټا٬ ګلګت بلتستان او كشمير كښې په ځينې سيمو باران شوے۔ تر ټ??لو زيارت باران په پارا چنار كښې 7 ملي ميټره شوے۔ په مالم جبه كښې درې انچه واوره هم ورېدلې۔ ﴿م ع/ م ع 1409﴾