اسلام آباد 21 فروری (اے پی پی) د وزيراعظم د قامي تاريخ او ادبي ورثې صلاحكار عرفان صديقي سره د جمهوريه مارېشيس هائي كمشنر راشد علي صوبادار ملاقات كړے۔د ملاقات په مهال پاكستان او جمهوريه مارئېشس د دواړو هېوادونو ترمينځه پھ علمي٬ادبي او كلتوري م??سته زياتولو اتفاق وكړو۔د دې اتفاق له مخې به د دواړو هېوادونو د ادب پارو د يو بل پھ ژبه كښې ترجمه كولې شي چې دغسې جې اولس د دې څخه استفاده وكړی شي۔د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په نورو چارو ه?? د مارئېشس هائي كمشنر په خپل هېواد كښې د اردو مركز جوړولو تجويز ??رك??و۔عرفان صديقي د تجويز هركلے وكړو او وې وئېل د دې لپاره به پھ مشوره عملي اقدامات كولې شي۔ده په دې د خوښۍ څرګندونه وكړه چې د مارئيشس پھ تعليمي ادارو كښې اردو د يو اختياري م??مون په توګه ښودلې كېږي۔عرفان صديقي د مارئېشس هائي كمشنر ته د حسن خطاطې او د كتابونو پھ قامي مېله كښې د ګډون كولو بلنه هم ??رك??ه